Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ کې هغه څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوي چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت پر سر نښته شوې چې په کې یوه ښځه ټپي شوې او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
خايي سرچينو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوست عليشېرو او د پکتیا ډنډپټان ولسواليو ته څېرمه پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
ځايي مسوولین وايي چې د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دغهراز د بامیان ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
خوست (پژواک، ۱۷وږی ١٤٠٣): ځينې سرچينې وایي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ بیا نښته شوې
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
رسنیو راپور ورکړی چې د نایجریا پلازمېنې شمال ته په «پلاتو» ایالت کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د نورستان سیمهییزچارواکي وايي چې د دغه ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يوه مېرمن وژل شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې د «غلو» له هغې ډلې سره د پولیسو نښته کې یو «غل» وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی چې غوښتل یې له یوه سوداګره ۱.۷ میلیونه افغانۍ غلا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP