د افغانستان بانک وايي چې په هرات ولایت کې یې ۵۵۹ میلیون او ۱۴۰ زره زړې افغانۍ سوځولې دي.
د هرات په لرو پرتو سیمو کې مالداري د کوچیانو اساسي اقتصادي فعالیتونه یادېږي، خو په دغه ولایت کې یو شمېر کوچیان وایي، د حیواني درملو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ملاتړ یې نه کېږي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ښار د لسمې ناحیې مربوطاتو کې د ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او یو استنادي دېوال جوړیږي.
د هرات ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د هرات د کشککهنه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د امکاناتو نشتوالى او روغتيايي خدمتونو ته کم لاسرسى هغه ستونزې دي چې د دې ولسوالۍ خلک ورسره مخ دي.
د هرات ښاروالي وايي چې د دغه ښار له فرقې تر کاریزک د شمال لین سړک د دویمي لایې پخولو چارې پیل شوې.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د چرګانو فارمونو په ډېرېدو سره، دغه ولایت د چرګو هګیو د تولید له اړخه پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او په هرات کې د ورځې تر یو میلیون ډېرې هګۍ تولیدیږي.
د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، له ناپاکو اوبو استفادې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هرات (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې ځایي مسوولین وایي چې د هرات ښار له بېلابېلو ناحیو راټول شوي لسګونه ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، امنیتي ځواکونه په ګرځنده او ثابت ډول ګومارل شوي څو په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو ساتنه وکړي او خلک پرې نه ږدي چې له ټاکلي وخت مخکې یې حاصلات ټول کړي.
هرات کې د بکسونو یو شمېر تولیدوونکي د خپلو محصولاتو د پلور بازار پر پیکه کېدو اندېښنه ښودلې او وایي که ملاتړ یې ونه شي اړ دي خپل فعالیتونه ودروي.
د هرات د اسلامکلا بندر مسوولین او د ترانزیټي شرکتونو استازي وايي چې د دغه بندر له لارې د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د توکو ترانزیټ لپاره نوې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP