هرات کې یو شمېر خامکګنډونکي او خامک پلورونکي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه خامک ګنډلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
هرات کې د شنو خونو حاصلاتو ټولېدو موسم له رارسېدو سره سم په دغه ولایت کې هغه کسان چې د بادرنګو شنې خونې لري، وايي، د دغه محصول ټیټې بیې له امله نه شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې ۸۰ کیلومتره سړک ترمیم او جغل پرې اچول کېږي، دغهراز په هرات ښار کې د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
هرات کې د مېوو د حاصلاتو موسم را رسېدو سره هم مهاله ځيني بڼوال د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي، له حکومت غواړي چې ملاتړ یې وکړي او د دوی محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي.
د هرات د ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د دغه ولایت هنرمندانو ته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د تیاتر یوه نوي سالون جوړولو چارې پیل شوې.
ستره محکمه وايي، هرات کې پر یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د هرات ځيني اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ټيټ دی خو بیې یې لوړې دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، له وروستیو سېلابځپلو سره د مرستو په دوام د ترکیې یوه بله د خوراکي او غیرخوراکي توکو کڅوړه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته راورسېده.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نشهیي توکو ۱۳۰۰ روږدي له یوه مراقبتي او درملیز پړاو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هرات په ۲۰۷ الفاروق قولاردو کې ۳۸۰ میله بېلابېلې وسلې او ۲۱۳ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، په هرات کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت یو جامع جومات جوړ شو او د میدانوردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د یوه چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP