ژبه

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي

هرات (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د کشک رباط سنګي مرستیال ولسوال مفتي عبدالرحیم رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د دې ولسوالۍ په یکه‌دوکان کلي کې یو فلاینکوچ موټر چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو کس مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې د پېښې ټپیان د کشک رباط سنګي ولسوالۍ روغتیايي مرکز او د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادولو ده چې تېره اونۍ هم د دې ولسوالۍ اړوند په بغرچر بند ساحه کې له یوه باروړنکی موټر سره د یوه سراچه موټر لګېدو پېښه کې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي وو.

ورته موضوع