مسوولین وايي چې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څه باندې ۶۰۰ سوالګر ټول شوي چې تر ارزونې وروسته به مستحقو کسانو ته میاشتنی معاش وټاکل شي.
یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ هرات ولایت کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې پنځه وسلهوال کسان چې غوښتل یې یو صراف وتښتوي، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
په هرات کې ځيني کروندګر وایي چې د وروستیو ورښتونو او کچالانو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د هرات امنیه قومانداني وايي، هغه کس چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې، د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۵۰ دیني عالمانو د قضاء او افتا برخو کې د دوکتورا معادل د دیني تخصصونو لومړنۍ ازموینه واخیستل شوه.
د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین له پیله راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
هرات کې یو شمېر هغه ښځې چې انلاین سوداګرۍ ته یې مخه کړې وایي، انلاین پلورنځي د یوې نوې پدیدې په توګه کولی شي د کاروبار بازار غوړېدا کې اغېزناک وي او باید هغه ښځې چې په دې برخې کې فعالیت کوي، وروزل شي.
هرات کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۵۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت تر ټولو لویه او لومړنۍ د کیمیاوي سرې د تولید کارخونه پرانیستل شوه.
د هېواد ځینو سیاسیونو هرات کې پر لمونځکوونکو برید د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بللی، اروپايي ټولنې، ترکیې او ایران هم غندلی او یوناما ویلي چې په بېړني ډول د دغه برید څېړلو ته اړتیا ده.
د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یوه ناپېژانده وسلهوال پر لمونځکوونکو ډزې کړي چې له امله یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپی دی.