ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د دوکتورا معادل د دیني تخصصونو لومړنۍ ازموینه واخیستل شوه

هرات کې د دوکتورا معادل د دیني تخصصونو لومړنۍ ازموینه واخیستل شوه

author avatar
21 May 2024 - 17:48
هرات کې د دوکتورا معادل د دیني تخصصونو لومړنۍ ازموینه واخیستل شوه
author avatar
21 May 2024 - 17:48

هرات (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د هرات ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۵۰ دیني عالمانو د قضاء او افتا برخو کې د دوکتورا معادل د دیني تخصصونو لومړنۍ ازموینه واخیستل شوه.

د هرات د ملا علي قاري الهروي جامعې د تخصص علمي مرستیال مفتي عبدالوارث بسام وویل، ټاکل شوې د دې ازموینې له اخیستو وروسته ۴۰ کسان د دوکتورا په کچه دوه کلنې زده‌کړې وکړي.

مفتي بسام زیاتوي چې د ملا علي قاري جامعه د هېواد د لوړو زده‌کړو وزارت تر چتر لاندې کار کوي او فارغینو ته د قضاء او افتا رسمې سندونه ورکوي.

د مسوولینو په خبره، هغه علماء چې د لویې دورې سند لري، اسناد یې د موظفې کمېټې له خوا ارزول کېږي او په دې ازموینه کې شاملېږي.

بلخوا، د هرات پوهنتون رییس مفتي عبدالغفار ابوالحکمت د دغه ولایت د پوهنتون او د ملا علي قاري جامعې د درسونو د کیفیت پر لوړېدو ټينګار وکړ ویې ویل چې د کیفیت او تدریس له پلوه ټولې علمي حوزې د پوهنتون د رهبرۍ له خوا څارل کېږي.

ورته مهال، د لوړو زده‌کړو په وزارت کې مسوولین وایي چې په هرات کې د دیني تخصص (دوکتوا) ازموینه هم‌مهاله د هېواد په ۷ زونونو کې واخیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو د تخصص ریاست مسوول مولوي شیرالله قاسمي وویل، دا لومړی ځل دی چې له دیني عالمانو د دوکتوار معادل ازموینه اخیستل کېږي او د دې دوه کلنې دورې ټول لګښتونه او امکانات د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.