هرات کې یو شمېر کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پام وکړي او سړې خونې جوړې کړي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت له تخت صفر تر ګمرکه د سړک پخولو چارې پیل شوې.
تېره شپه د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې یو ځل بیا هرات ولایت لړزولی دی.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ښار په پنځلسمه ناحیه کې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
هرات کې د کلالۍ د یوازېنۍ کارګاه مسوولین وايي چې د ټولو کلالي توکو جوړولو وړتیا لري، خو د بازار نشتوالي له امله یې فعالیت محدود شوی دی.
د هرات ځيني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د ډېرې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای سون توکي وپېري.
هرات کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز او ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د هرات په تولیدي کارګاوو کې یو شمېر بوختې مېرمنې خپلو صنایعو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د دې ستونزې له امله کوچنۍ سوداګرۍ له سقوط سره مخ دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو پر ساتنې او پالنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د تېرې يوې مياشتې په موده کې ١٤٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى او له تاريخي او سياحتي ځایونو يې ليدنه کړې ده.
هرات کې ځيني ځوانان او کتاب پلورونکي د کتابونو مطالعې لپاره د انګیزې نشتوالي ته اندېښمن دي او وایي چې له ټولنیزو شبکو ډېره استفاده د دې لامل شوې چې د مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا کمه شي.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي، لسو بهرنيو سیلانیانو د سیاحتي او تاریخي ځایونو لیدلو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی چې لازمې اسانتیاې په واک کې ورکړل شوې دي.
د هرات د غرهختونکو فډراسیون ریاست وايي چې د دغه فډراسیون یو شمېر غړو د خپلو ورزشي پروګرامونو په لړ کې وکولای شو چې د دغه ولایت په شمال کې د خواجه ابدال غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړي.