د هرات ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د «نګارستان» او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د «همدلي» په نوم یو پنځه ورځنی هنري نندارتون پرانیستل شو.
د هرات ځيني حکاکان د حکومت او خلکو پر ملاتړ ټينګار کوي او وایي چې د حکاکۍ برخې هنرمندانو ته دې له هېواده بهر هنري فرصوتونو او نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره شي.
هرات کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د کروخ ولسوالۍ د «مسجد چوبي» ډبروسکرو کان د کیندلو چارې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته وسپارل شوې.
ځایي مسوولین وایي چې په هرات او پنجشېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
هرات کې بهر ته د زعفرانو یوازېنۍ صادروونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ او په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي او وایي که ملاتړ یې وشي، ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابرولای شي.
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ۲مه ناحیه کې د ۳۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره یې د ۳۳ ټنه بشري مرستې جوپه تېره ورځ کابل ته رسېدلې او دغه مرسته به د هرات پر زلزلهځپلو ووېشل شي.
هرات کې د ښځو یوازېني ځانګړي رسټورانټ مسووله وایي چې د دغه رسټورانټ په جوړولو سره یې څو نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته د ښارګوټي په بڼه د ۳۶ نورو کورونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات څخه تر تورغونډۍ او اندخوی څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له تاریخي ګودامونو د لیدنې پر مهال د هرات تاریخي ابدو پر بیارغونه او ساتنه ټینګار وکړ.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته د یوه ښارګوټي جوړولو چارې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.