ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیرخواه: د هرات تاریخي ګودامونه د لاسي صنایعو پر بازارونو بدلېږي

خیرخواه: د هرات تاریخي ګودامونه د لاسي صنایعو پر بازارونو بدلېږي

author avatar
10 Jan 2024 - 17:47
خیرخواه: د هرات تاریخي ګودامونه د لاسي صنایعو پر بازارونو بدلېږي
author avatar
10 Jan 2024 - 17:47

هرات (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له تاریخي ګودامونو د لیدنې پر مهال د هرات تاریخي ابدو پر بیارغونه او ساتنه ټینګار وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ویلي، یاد وزارت د منظمو پلانونو له مخې تاریخي ځایونه او ابدې رغوي.

مولوي خیرخواه د هرات له تاریخي ګودامونو څخه د لیدنې پر مهال وویل، وروسته له ترمیم او بیارغونې به په نږدې راتلونکي کې له یادو ګودامونو څخه په بېلابېلو فرهنګي برخو او د نندارتونونو جوړولو کې ګټه واخیستل شي.

هغه وايي، د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي څو یاد تاریخي ځایونه د لا ډېرو بهرنیو ګرځندویانو جذبولو لپاره د لاسي صنایعو په بازار بدل کړي.

ورته مهال، د هرات ځیني فرهنګ‌پالان د دغه ولایت د ګودامونو ترمیم او بیارغونې برخې ته د اطلاعات او فرهنګ وزارت له پاملرنې څخه خوښ دي او د دغه وزارت له سرپرست څخه غواړي چې د دغه ولایت د لرغوني ارزښت ساتلو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د هرات یوه فرهنګپال امیر ارین پژواک خبري اژانس ته وویل، هرات د نږدې اوه سوه تاریخي ابدو په لرو سره د هېواد یو لرغونی ولایت دی او د لا ډېرو ګرځندویانو د جذب لپاره د یادو ابدو ترمیم او بیارغونې ته اړتیا ده.

د یاد ولایت د فرهنګپالانو په خبره، د هرات ښار ټول هغه تاریخي ګودامونه چې د امیرعبدالرحمن خان په وخت کې جوړ شوي وو، ۱۴ زره مترمربع مساحت لري چې که په پخوانۍ طراحې ورغېږي، د خلکو پام ځان ته را اړولی شي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.