ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات حکاکان نړۍوالو نندارتونو کې د خپل ګډ‌ون لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

د هرات حکاکان نړۍوالو نندارتونو کې د خپل ګډ‌ون لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
10 Feb 2024 - 15:31
د هرات حکاکان نړۍوالو نندارتونو کې د خپل ګډ‌ون لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
10 Feb 2024 - 15:31

هرات (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د هرات ځيني حکاکان د حکومت او خلکو پر ملاتړ ټينګار کوي او وایي چې د حکاکۍ برخې هنرمندانو ته دې له هېواده بهر هنري فرصوتونو او نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د هرات د اختیارالدین کلا په دارالفنون مرکز کې ځيني هنرمندان سره راټولوېږي ، له ساده توکو او وسایلو بېلابېل هنري اثار جوړوي او د دې غوښتنه کوي چې اثار یې نړۍ ته ور پېژندل شي.

هغوی وایي چې په ملي او نړۍوالو نندارتونونو کې ګډون د افغانستان د حکاکۍ پېژندنې لامل کېږي او هنرمندانو ته له هېواده بهر د هنري ټولنې سره د اړیکو او په بهر کې د دوی د اثارو د پېژندلو فرصتونه برابرېږي.

عبدالواحد چې دې برخه کې له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي پژواک ته وویل چې دی بېلابېل اثار حکاکي کوي او دغه راز له دې ځایه مدینې منورې ته تسبیح هم صادروي.

هغه وویل چې تسبیح یې بېلابېل ډولونه لري او سعودي عربستان کې یې پر سوداګرو پلوري، خو په مستقیم ډول له بهرني باراز او پېرېدونکو سره اړیکه نه لري چې دا په خپله د دوی لپاره یوه ننګونه ده.

نوموړی وایي چې تېرو دوولسو کلونو کې یې اووه کسانو ته په مستقیم او څه باندې لسو تنو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصت برابر کړی او دی په ملي او نړۍوالو نندارتونونو کې د خپلو هنري اثارو د معرفي ‌کېدو غوښتنه کوي.

دغه ولایت کې یو بل حکاک فرید احمد له حکومت او خلکو غوښتنه کوي څو د دغه هنر د ودې لپاره هڅه او همکاري وکړي، څو دوی لا غوره اثار جوړ کړي.

بلخوا، هغه کسان چې د هرات د اختیارالدین له کلا لیدنه کوي، ځيني یې له دارالفنون څخه هم لیدنه کوي، هغوی پژواک ته وویل چې باید حکومت له حکاکانو ملاتړ وکړي څو هغوی وکولای شي ښه او غوره اثار برابر کړي.

دغه دارالفنون ته راغلی یو کس غلام حضرت وایي چې هنرمندان په خپلو هنر سره هڅه کوي چې داخلي او بهرني ګرځندویانو ته د هېواد مثبت انځور وړاندې کړي او د هغه په خبره له حکومت پرته باید ټول له دغه قشره ملاتړ وکړي.

ځيني فرهنګیان پر دې باور دي چې له حکاکانو د حکومت ملاتړ د هېواد د فرهنګ او تاریخ معرفي کولو لامل کېږي او باید دې برخه کې حکومت هر اړخیزه هڅه وکړي.

د چارو یو پوه اقاګل حیدري وایي، هنري اثار کولای شي چې هېواد ته د ګرځندویانو جلبولو برخه کې اغېزناک اوسي او د دې ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته د افغاني فرهنګ د معرفي کېدو لامل کېږي.

د هغه په خبره، د هېواد د تاریخ او فرهنګ معرفي کولو په موخه اطلاعات او فرهنګ وزارت باید هنرمندان نړۍوالو نندارتونونو ته وروپېژني.

بلخوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین له حکاکانو او هنرمندانو څخه د هر اړخیزه ملاتړ خبره کوي او وایي چې دوی د هنرمندانو د اثارو معرفي کولو په موخه د هرات په ارګ کې یو مناسب ځای په نظر کې نیولی څو هلته هنري اثار د ګرځندویانو لپاره نندراې ته وړاندې شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متقي پژواک ته وویل چې دا ریاست له هنرمندانو هر اړخیزه ملاتړ هڅه کوي او راتلونکې کې به د امکان په صورت کې ملي او نړۍوالو نندارتونونو ته ور معرفي شي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.