Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل کې د چین سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي او د تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې برخه کې همکارۍ چمتو دی.
ایران د افغانستان سرپرست حکومت ته ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به د خواف – هرات درېیمې برخې اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چټکتیا او د انتقالاتو کچې لوړولو په برخه کې لازمه همکاري کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې «UNODC» ادارې رییسه وایي، له کروندګرو سره د بدیل معیشت او له روږدو سره د درملنې په برخو کې همکاري کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغو اندېښنو د هواري او همکارۍ په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.
پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت له عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په لینده کې ویلي چې ډېری هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته لېوال دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP