Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان مېلادي کال په تېرو نږدې نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، تېره ورځ اروزګان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې هېواد کې اوسنۍ پراختیایي چارې د امریکا په ډالري کڅوړو نه دي روانې، بلکې لګښتونه یې له ولس څخه په راټولېدونکو مالیاتو پوره کېږي.
د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست وایي چې د هېواد په زندانونو کې له دوو تر درېیو زرو کسان پر حرفوي زدهکړو بوخت دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رییس وايي چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې د زر ښځو په ګډون ۱۱زره کسان د بند شپې او ورځې تېروي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې د زدهکړو په دولتي او غیردولتي مرکزونو کې څه باندې ۷۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه د قومونو او قبیلو ترمنځ څه باندې ۳۰۰ لویې او څه باندې ۵۰۰ وړې شخړې او دښمنۍ حل و فصل کړې دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د کراټې ملي لوبډلې لپاره ۸۰ لوبغاړي په کیوکېشن او امتیازي سبکونو کې غوره شول.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رییس سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکټور د ټینګښت برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په مخکني حکومت کې د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال، په قطر کې د افغانستان پخوانی سفیر او د جمهوري ریاست د دفتر رییس فیضالله کاکړ د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي چې د تکواندو (اېټياېف) درې کسیزه ډله د سرو زرو له درېیو مډالونو سره بېرته هېواد ته راستنه شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې راتلونکې چهارشنبې (د زمري ۲۴مه) د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د درېیمې کالیزې په مناسبت په هېواد کې عمومي رخصتي ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP