Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ښوونځیو ته د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت د مرسته شوو درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک کې ۲۵۰ جریب ځمکه پانګهوالو ته د وېش لپاره چمتو ده او ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي.
غزني کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو وېشلو او پکتیکا کې ورته د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي جې په دغه ولايت کې د پاسپورټونو د وېش پروسه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې او په تېرو شاوخوا لسو مياشتو کې ۶۵ زره او ۵۰۰ کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د دایکنډي خایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د کډوالو په ښارګوټي کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
کابل کې د ښاروالۍ له لوري په ۶۵۰۰ زره افغانۍ د یو ټن ډبرو سکرو پلور په داسې حال کې پیل شو چې نن په بازار کې په اوسط ډول یو ټن د ډبرو سکاره په ۱۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د اسلامي امارت د رییسالوزراء د حکم له مخې، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هراړخیز ښهوالي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په متحده عربي اماراتو کې یې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله.
پولیسو د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه تنه په دې تور نیولي چې له خلکو یې څه باندې ۸۰۰ زره افغانۍ په دې پلمه ټولې کړې چې د قوشتېپې کانال پر غاړه ورته ځمکې وېشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د سړې هوا او د هېوادوالو د ګڼېګونې له امله په کاغذي غوښتنليکونو د پاسپورټ د وېش پروسه بېرته بنده شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP