Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او د ګرځندوی صنعت پراختیا په موخه په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره د ۵۰۰ جریب ځمکې پر تثبت او طرحې کار پیل شو.
ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د سرپل او پنجشېر په مرکزونو او ولسوالیو کې ۴۰ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په روان لمریز کال کې د پنجشېر ۱۱۰۰ ځوانان د اردو او پولیسو لیکو ته جذب شوي دي.
په ۳۱مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۷۶۳ قیراطه زمرد د ۳۹ زره او ۲۱۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې یې دوه «غله» له یوه اندازه سرو زرو او یو میل تومانچې سره نیولي.
د پنجشېر د کانانونو او پټرولیم ریاست وايي، په دېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي درې زره او ۲۹۲ قیراطه زمرد په ۱۴۳ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت له کانونو د استخراج شوو زمردو په ۲۹مه داوطلبۍ کې ۶۰۰۹ قیراطه زمرد په ۳۰۵ زره او ۹۱۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر مسولین وايي، ټاکل شوې چې د عامې روغتیا وزارت د دغه ولایت په دره، لومړۍحصه او پریان ولسوالیو کې یو – یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی څو په پنجشېر کې د کانونو، کرنې، چاپېریالساتنې، ګرځندوی صنعت، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ښه کېدو برخو کې همکاري وکړي.
نن د پنجشېر ابشارو ولسوالۍ کې د دوه میلیونه او ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو به یې په دې ولسوالۍ کې سلګونه جریب ځمکه خړوبه شي.
په ۲۸مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۵۰۱۴ قیراطه زمرد په ۲۴۵ زره او ۵۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
پنجشېر کې یو شمېر خلک لوړ ولور ته اندېښمن دي او وايي، دې ستونزې د یو شمېر ځوانانو د واده مخه نیولې ده. هغوی له عالمانو غواړي چې د لمانځه په خطبو کې دا ستونزه یاده او د دیني لارښوونو له مخې د ولور کمولو لپاره حللارې وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP