کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال د سیند په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد وایي، دغه دوه کسان د ولایت په مرکز بازارک کې «د سیند ژورو برخو کې د اوبو د چټک جریان له امله د آببازۍ پر مهال غرق شول.»

هغه وایي، له یادو کسانو یو یې د پنجشېر ولایت د رخې ولسوالۍ او بل د پروان ولایت اوسېدونکی و، چې د سیاحت او تفرېح په موخه پنجشېر ته تللی و.

ده وویل چې دا پېښې په یو وخت کې نه وې او د دواړو پېښو تر منځ نږدې درې ساعته واټن و.

سعد وایي چې امنیه قوماندانۍ دواړو پېښو ته په وخت رسېدنه وکړه او مړي یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.