Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پنجشېر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین، د سړې هوا له امله د ۵۳۰ پسونو او وزو او ۱۲۵ غواګانو د تلف کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې وايي، درېیو ماشومانو – چې په یوه رېنجر حکومتي موټر کې خپلو کورونو ته تلل – ځانونه یې له موټره غورځولي؛ یو یې مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۰۱): د دفاع وزارت له «منځمهاله پوځي او عقیدتي زدهکړو» د پنجشېر د ۸۸ کسانو د فراغت خبر ورکوي او وايي،
د اسلامي امارت مشر د پنجشېر له مسئوولینو او متنفذینو سره په لیدنه کې ویلي، نور باید تعصبونه او تفرقې له منځه یووړل شي، ولس په یوه او بل نامه ونه وېشل شي او راتلونکي نسل ته د وحدت او یووالي مثال پرېښودل شي.
د پنجشېر د پوهنې رییس وایي، د دغه ولایت په ۳۵ ښوونځيو کې نظامي ځواکونه مېشت وو، خو اوس دغه شمېر شاوخوا ۲۱ ته راکم شوی او په راتلونکي کال کې به په هیڅ یوه ښوونځي کې نظامي ځواکونه نه وي.
د پنجشېر ولایت مسوولینو په یوه ناسته کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي، هغه کسان چې نورو ولایتونو ته بېځایه شوي، خپلو اصلي سیمو ته دې راستانه شي او خپل سولهییز ژوند دې وکړي.
د اسلامي امارت وياند وايي، د پنجشېر په درېيو ولسوالیو کې تصفيوي عمليات شوي چې د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۰ تنه په کې وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور نيول شوي دي.
د پنجشېر د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو لار د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
د سېلابونو له امله د پنجشېر د درې او ابشار ولسوالیو د لارو بندېدو او د سیند د اوبو کچې لوړېدو، د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د دغو لارو د پرانیستو په برخه کې دې هڅې ډېرې کړي.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په شابه غرونو کې د دوو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
په پنجشېر کې سیمهییز مسوولین وايي، یوه چورلکه د تخنیکي عوارضو له امله په دغه ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو سپرلي ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP