منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د پنجشېر ۸۸ نوي جذب شوي ځوانان له پوځي او عقیدتي زده‌کړو فارغ شول»

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۰۱): د دفاع وزارت له «منځمهاله پوځي او عقیدتي زده‌کړو» د پنجشېر د ۸۸ کسانو د فراغت خبر ورکوي او وايي، د اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکې ملي اردو جوړوي.

دفاع وزارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ د پنجشېر ولایت (۸۸)نوي جذب شوي ځوانان د منځمهاله پوځي او عقیدتي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

سرچینې زیاته کړې چې په غونډه کې مسوولینو د اسلامي اردو په لیکو کې ملي یووالی اړین وباله او ډاډ یې ورکړ چې داسې یوه اسلامي ملي اردو به چمتو کړي چې د اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکې وي.

د سرچینې په وینا، په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت یو شمېر چارواکو برخې اخیستې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه