Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوړو زدهکړو وزارت له لورې د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو نیمهبشپړه پروژو چارې پیل شوې.
د بلخ پوهنتون له ۱۶ پوهنځیو ۱۵۰۰ محصلین فارغ شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د بلخ پوهنتون رييس وايي، محصلین اړ دي چې د اسلامي ثقافت او نورو درسي مضامينو ترڅنګ اصلاحي او عقیدتي درسونه هم زده کړي.
د ننګرهار پوهنتون کمپيوټرساينس پوهنځي يوه محصل داسې څیرکې عينکې او لکڼه جوړ کړي چې له نابينايانو سره په ګرځېدو او د ژوند نورو چارو پر مخ بيولو کې مرسته کوي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر هغه محصلین چې د هېواد له نورو ولایتونو ورغلي وايي، لیليه نه لري او نه دومره توان لري چې هلته د اوسېدو لپاره په کرایه کورونه ونیسي.
د لوړو زدهکړو وزارت پرېکړې له مخې، د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ترکي ژبې څانګه پرانیستل شوه.
د ننګرهار، کندهار او هلمند پوهنتونونو یو شمېر محصلین ادعا کوي، ځیني استادان محصلینو ته چانسونه او یا ډېرې کمې نومرې ورکوي چې له دې سره محصلین له تحصیلي بورسونو او کادري ازموینو پاتې کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پوهنتون د استادانو میاشتنۍ تنخواګانې علمي رتبو ته په پام له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې دي.
د وردګ پوهنتون مسوولین وايي، پرون په دغه پوهنتون کې د ۱۹ اعشاریه ۲ میلیون افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پوهنتون ته د ودانۍ جوړېدو او د استادانو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه کړې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې «د افغانستان د لوړو زدهکړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» نن د کب په ۲مه پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د نجونو لوړو او ثانوي زدهکړو ځنډولو تر پرېکړې وروسته په ټولنیزو شبکو کې د «یا ټول – یا هېڅ» تر عنوان لاندې کمپاین پیل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP