Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ښوونکو د روزنې ریاست تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي.
پوهنې وزارت په داسې حال کې تر دوولسم ټولګي د هلکانو او نجونو زدهکوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې او د نظرپوښتنې لپاره یې اړوندو ریاستونو ته استولې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
د پوهنې وزارت په محرومو سیمو کې د ښوونکو ګومارلو طرحه جوړوي او اړوند ریاست ته یې دنده سپارلې څو بهرنۍ او کورنۍ موسسې قانع کړي چې د وزارت له موافقې پرته د دغه وزارت کارکوونکي جذب نه کړي.
د پوهنې وزارت وایي، د هغو سیمهییزو ټولګیو ښوونکې د حجاب په مراعاتولو سره دندې ته دوام ورکولی شي چې جواز لري او د نجونو هغه دیني مدرسې او لومړني ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي چې د سیمهییزو چارواکو له لوري تړل شوي دي.
د پوهنې وزارت مسوولینو «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه وویل، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده.
د پوهنې په وزارت کې د کاري پروسې د اسانتيا په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د دغه وزارت ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه.
د پوهنې وزارت په هېواد کې د نالوستۍ ختمولو لپاره د یوه نوي پروګرام چې پر بنسټ به یې د سواد زدهکړې کورسونه دوه برابره شي، خبر ورکوي؛ خو وایي، د دغو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
د پوهنې وزارت د ولایتونو د معارف په کچه د ازادې سیالۍ پروسې پلې کېدو په لړ کې په ۲۰ ولایتونو کې شاوخوا ۷۲۰۰ پنځم او شپږم بستونه اعلان ته وسپارل چې ۲۰۸۳ یې د ښځو لپاره دي.
د پوهنې وزارت وايي، ټاکل شوې چې د یوه ترکي خیریه بنسټ په همکارۍ په کابل ښار کې د یتیمو ماشومانو لپاره یو لوی ښوونیز او روزنیر کمپلېکس جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP