د دوام لپاره خپل د پژواک حساب معلومات ولیکئ.
خپل پټنوم مو هېر کړی؟
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې امو سیند ته څېرمه د تخریب شوو ځمکو بیارغونې طرحه د تایید وړ وبلل
کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د کانګو چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ختیځ کې د روبایا د کولتان په کان کې له
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یوه کس د ځمکې پرسر شخړه کې خپل ورور او وراره وژلي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ښکېل یوه کس په ډزو خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوې منځګړې شورا له لوري د دوو قومونو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکې د ملکیت په سر ۳۶ کلنه ستونزه حل شوه.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، نن سهار په مرکز ترینکوټ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې سرپرست د ماینپاکۍ د داخلي او بهرنیو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې امنیت تامین شوی او باید ټولې ځمکې له ماینونو پاکې شي.
د اروزګان د امنیه قومانداني مسوولین وايي، نن د دغه ولایت هراوود ولسوالۍ کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د خوست حکومتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اطرافي سیمو کې د هر متر مربع ځمکې بیه لږ تر لږه ۱۵ زره افغانۍ ده او دغه قیمت د ګڼ شمېر نورو ولایتونو د ځمکو په پرتله لوړوالی ښیي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP