Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د لویو لارو او عمومي سړکونو د پراخولو عملي چارې پيل شوې.
د پکتيا د سيدکرم او جانيخېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کرانومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمالختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي چې د خصوصي سکټور د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه یې د باغونو او تفریحي ځایونو جوړولو دوو پروژو عملي چارې پیل کړې دي.
مسوولین وایي چې د ننګرهار محصولي ګمرک کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت تمځای جوړ شو، دغه راز په خوست کې د څه باندې ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د پوهنې وزارت وايي چې د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د شلوک او ملک شېراحمد کوچي ښوونځیو د بیارغونې چارې د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP