کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): مسوولین وایي چې د ننګرهار محصولي ګمرک کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت تمځای جوړ شو، دغه راز په خوست کې د څه باندې ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د ننګرهار محصولي ګمرک کې د باروړونکو موټرو لپاره تمځای جوړ شو.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د موټرو یاد تمځای پر شاوخوا ۲۰ جریب ځمکه په اساسي ډول جوړ شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، د دغه تمځای په جوړېدو سره د سوداګریزو توکو د تشريح برخه کې د ګمرک کارکوونکو او موټرچلوونکو ته ګڼي اسانتیاوې برابرې شوې او د تمځای لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول شوی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه تمځای د جوړېدو چارې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د یوه بل خبر له مخې، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د یاد ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کاږي، په دغو پروژو کې د استنادي دېوالونو، کلیوالي سړکونو، کانالونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د کار په لړ کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نادرشاهکوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP