Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا وزارت وایي، سږ کال د ژمي له پیل تر اوسه روغتیایي مرکزونو ته ۸۹۴ کسان د ګازنیونې له امله وروړل شوي چې ۲۴ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې د ژمي په را رسېدو سره د راستنو شوو افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوې او بشرپاله هېوادونه دې مرستې ورسره وکړي.
د غور د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د ناپاکې هوا د ډېرېدو مخنیوي په موخه ژمي کې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له دود تولیدوونکو سون توکو استفاده ونه کړي.
د افغاني سرې میاشتې مسوولین وایي چې په ټول هېواد کې د سړې هوا، ګازنیونو او ورښتونو له امله ۱۷۵ کسان مړه او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د هرات حکومتي مسوولین وايي، سږ کال د ژمي له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې پر نشهیي توکو روږدي ٤٥ کسان مړه شوي دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په راتلونکي ژمي کې يې د روغتیایي اسانتیاوو په موخه، ۹۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ روغتیایي مرکزونو ته طبي توکي چمتو کړي دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سږ کال په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته کوي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ژمي په رارسېدو افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي، له تېر یوه کال راهیسې له ۷۰۰ زره ډېرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
غزني (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې سوړ ژمی را روان دی ، وار له مخه د ډبرو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP