ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ژمي له را رسېدو مخکې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي

په غزني کې د ژمي له را رسېدو مخکې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي

author avatar
26 Oct 2021 - 17:24
په غزني کې د ژمي له را رسېدو مخکې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي
author avatar
26 Oct 2021 - 17:24

غزني (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې سوړ ژمی را روان دی ، وار له مخه د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

دوی زیاتوي، اوس د پخوا په څېر پر لویو لارو د پیسو اخیستلو ستونزه نشته خو بیا هم د تېر په پرتله د ډبرو سکرو بیې لوړې دي.

جبران چې له پکتیکا ولایت څخه غزني ته د ډبرو سکرو پېرلو ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ډبرو سکرو بیې ثابتې نه دي، هر څوک چې څومره یې زړه وي، په هماغه بیه یې پلوري.

دی وايي، پخوا د ډبرو سکرو بیو لوړېدو یو لامل دا ګڼل کېده چې امنیتي پوستې پر لویو لارو پیسې اخلي خو اوس دا ستونزه حل شوې خو بیا هم بیې ډېرې لوړې دي.

هغه زیاته کړه: «په غزني کې د ډبرو سکرو قیمتونه د تېر کال په پرتله لوړ دي، بل مشکل دا دی چې قیمتونه ثابت نه دي، یو ټن د ډبرو سکاره په ۹زره، ۱۰زره او ان ۱۲زره پلورل کېږي.»

د ده په خبره، که څه هم د تېر په پرتله د خلکو اقتصادي ستونزې څو برابره ډېرې شوې خو بیا هم اړ دي په ژمي کې د کور تودولو لپاره د ډبرو سکاره واخلي.

د غزني اوسېدونکی نقیب الله هم وايي چې د پخوا په پرتله د ډبرو سکرو بیه لوړه شوې چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

دی وايي، پخوا به د ډبرو سکرو سوداګرو بهانه کوله چې پر لویو لارو پولیس او غیر مسوول وسله وال پیسې ورڅخه اخلي چې له امله یې دوی اړ دي د ډبرو سکرو بیې لوړې کړي، خو اوس چې دا ستونزه نشته، بیې یې لا لوړې  شوي دي.

هغه وویل: «په تېرو کلونو کې به دا وخت د یو ټن ښې کوالټي ډبرو سکرو بیه ۸زره افغانۍ وه، خو اوس ۱۱زره افغانیو ته لوړه شوې ده.»

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د ډبرو سکرو بیې د ټیټولو لپاره اقدام وکړي او ټولو ته دې یو شان نرخنامه وټاکي.

په غزني کې د ډبرو سکرو اتحادیې مسوول حیات الله یاده ستونزه مني خو وايي دا چې په خوا په هر موټر کې ۷۰ ټنه سکاره بارېدل اوس له ۳۵ ټنه ډېر نه شي بارولای، نو ځکه یې پر بیو اغېز کړی دی.

دی وايي، اوس طالبان اجازه نه ورکوي چې په موټر کې تر یادې اندازې ډېر سکاره بار شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې پخوا موټر چلوونکو د یوه ټن ډبرو سکرو پر سر ۱۸۰۰ افغانۍ کرایه اخیسته خو اوس ۲۵۰۰ افغانۍ اخلي چې دا هم د بیو د لوړېدو یو لامل دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه په غزني کې د اړوندو چارواکو نظر واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

غزني د هېواد له سړو ولایتونو دی چې خلک یې سر له اوسه د کوټو د ګرمولو لپاره له بخاریو کار اخلي، دا چې په دې ورستیو کې د ترکیې جوړ بخارۍ ډېرې شوي نو دا بخارۍ یوازې د ډبرو سکرو په وسیله ګرمېږي.

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.