Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کبرا محمدي په نوم یوه ښځه چې په بامیان ښار کې یې د غالۍ اوبدنې د یوې کوچنۍ کارګاه په جوړولو سره ۴۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، د ژوند شرایطو اړه کړه څو د یوه داسې کار په لټه کې شي چې له لارې یې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
کونړ کې امنيتي مسوولین وايي چې تېره ورځ یې د چپې درې ولسوالۍ په درګۍ سیمه کې یې د مشرقې په نوم یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له شکنجې وروسته په یوه خونه کې بندي شوې وه، ازاده کړې ده.
د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وايي، د دغه ولایت دوشي ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د پنځوس لېتره شرابو د لېږد په تور نیولې ده.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته میاشتې شکنجې وروسته د خپل خاوند له کورني بنده خوشې شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یوه ښځه د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سره زرو غلا په تور نیولې ده.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې یوه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
د غزني حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د خپلوانو له لس کلن بنده ژغورلې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د ناپېژندو کسانو له لوري د تفنچې په ډزو وژل شوې ده.
بامیانو کې ځايي مسوولین وايي، یوه ځوانه ښځه چې د دغه ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د خپل پلار له خوا بندي وه، ازاده شوه.
پوليس وايي، کابل ښار کې یې هغه مېرمن له بنده ژغورلې چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د خپلو وروڼو له خوا په يوه خونه کې بندي ساتل کېده.
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په خواجهغار ولسوالۍ کې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP