بامیان (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د کبرا محمدي په نوم یوه ښځه چې په بامیان ښار کې یې د غالۍ اوبدنې د یوې کوچنۍ کارګاه په جوړولو سره ۴۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، د ژوند شرایطو اړه کړه څو د یوه داسې کار په لټه کې شي چې له لارې یې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړي.
کبرا د بامیان اوسېدونکې ده او په ځوانۍ کې یې په داسې حال کې چې لا یې د تحصیل د دوام هیله درلوده، خپل پلار له لاسه ورکړ او اړه شوه د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخلي؛ په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته یې د زدهکړو دروازې پر مخ وتړل شوې خو ځان ته یې یوه بله دروازه پرانیسته، د نوښت او ځان بسیاینې دروازه.
د بامیان یادې اوسېدونکې په تش لاس خو له هیلو په ډک زړه د کورنۍ د دوو غړو په مرسته د غالۍ اوبدلو یوه وړه کارګاه جوړه کړه؛ په ژمي کې یې ټوله ورځ په کارګاه کې کار وکړ؛ غالۍ یې و اوبدلې او د ځان او کورنۍ لپاره یې روښانه راتلونکی جوړ کړ.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «د زدهکړو له چاپېریاله لرېوالی او تحصیلي امکاناتو ته نه لاسرسی زما د ژوند تر ټولو ترخې تجربې دي او د زدهکړو د دوام هیله مې لا هم په زړه کې ژوندۍ ده خو د ژوند شرایطو اړه کړم چې د کورنۍ ملاتړ او بقا لپاره د یوې لارې په لټه کې و اوسم.»
سره له دې چې کبرا په مخکې ډېر خنډونه درلودل، خو بیا هم تسلیم نه شوه، په خپل استعداد او همت یې لاسي او سیمهییزو تولیداتو ته مخه کړه.
محمدي وايي: «د غالۍ اوبدلو له لارې مې وکولای شول ۱۷ زره افغانۍ ټولې کړم، د همدې لږې پانګې له لارې مې بازار ته لار ومونده، اوس مې د څلورو کلونو د شپو ورځو له هڅو وروسته پانګه ۱۵۰ زره افغانیو ته رسېدلې ده.»
یادې بریا یوازې د کبرا ژوند نه دی بدل کړی، بلکې د نورو مېرمنو لپاره یې هم د کار زمینه برابره کړې او نن ورسره له څلوېښتو ډېرې مېرمنې کار کوي او د لاسي تولیداتو له لارې د خپلو کورنیو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي.
دا د یوه معلول ورور په درلودو سره بیا هم په یوه انګېزه او هڅې سره خپل کاروبار مخې ته وړي.
نوموړې دغهراز د خپل کاروبار د وضعیت په اړه وایي: «دمګړۍ بازار ښه نه دی، خو هیلهمنه یم د ګرځندوی فصل په رارسېدو به مو د لاسي صنایعو بازار ښه شي.»
دا یوازې کبرا محمدي نه ده، بلکې په بامیان کې لسګونو نورو ښځو هم په لږه پانګه کوچني کارونه پیل کړي دي.
بامیان کې یوه بله فعاله فاطمه احمدي ده چې په لږې پانګې سره یې د خپل ژوند څرخ په حرکت راوستلی او له دې لارې خپل لګښتونه برابروي.
هغه باور لري چې له داسې رغنده فعالیتونو، په ځانګړي ډول د بازارموندنې، د روزنې او تجهیزاتو برابرولو برخو کې د موسسو او بنسټونو ملاتړ کولای شي د دې په څېر د ډېرو ښځو په زړونو کې د هیلو څراغ بل وساتي.
ورته مهال، د چارو پوهان سیمهییز تولیدات د ښځو د کارموندنې او د کورنیو اقتصادي ودې لپاره د اهمیت وړ بولي.
د ټولنیزو چارو یو کارپوه محمدظاهر احساس وایي، ډېرې ښځې چې مخکې پر تحصیل بوختې وې او ځينو یې په دولتي ادارو، خصوصي او اقتصادي بنسټونو کې کار کاوه، اوس یې سیمهییزو تولیداتو ته مخه کړې ده.
د هغه په خبره، سیمهییزو تولیداتو ته د بازارموندنې او له متشبثو ښځو ملاتړ د سیمهییز اقتصاد د ښه والي او د کورني تولیداتو ډېرېدو ترڅنګ د ملي عوایدو لوړېدو زمینه هم برابروي.
بلخوا، د بامیان ځایي مسوولین هم د متشبثو ښځو پر ملاتړ ټينګار کوي.
د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نورزي امینزاده پژواک ته وویل چې دغه ریاست د داخلي او بهرنیو موسسو په همکارۍ له متشبثو ښځو ملاتړ کوي، د تولید او د کورني تولیداتو د پلور زمینه برابروي.
نوموړي وویل، په ۱۴۰۳ کال کې یې سیمهییزو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه په بامیان ولایت کې د دغو تولیداتو لپاره پنځه بازارونه او څو نندارتونونه جوړ کړي دي.
د هغه په خبره، تېر کال د بامیان د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا د کار څه باندې ۵۰۰ بېلابېل جوازونه وېشل شوي چې له ډلې یې شاوخوا ۲۰۰ جوازونه ښځو ته وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP