Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځينې بې اولاده مېرمنې په داسې حال کې له کورني تاوتریخوالي شکایت لري چې دیني عالمان له دې ډول ښځو سره تاوتریخوالی ناروا بولي او ډاکټران وايي چې بې اولادي یوازې د ښځې ستونزه نه ده.
په بلخ کې یوې مېرمنې د خیاطۍ زدهکړې او جامو د تولید مرکز جوړ کړی چې په کې ٤٠ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د حکومت یو چارواکی وایي چې د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغانې مېرمنې د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي؛ د افغانستان اسلامي امارت ټولو ښځو ته د شرعي حقونو په ورکولو کې ځان ژمن بولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي د رییس الوزراء له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د فعالو ښځو پر ورکې اندېښنه ښودلې او د حکومت دغه چارواکي ویلي چې د یادو مېرمنو پيدا کېدو لپاره هڅې روانې دي.
د غزني ولایتي چارواکو په صادر کړي یوه مکتوب کې ټینګار کړی چې ښځې دې له اړتیا پرته له کوره نه وځي او په کور د کښېناستلو په اړه دې پوهاوی ورکړل شي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP