Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د انټرنېټي خدمتونو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نږدې راتلونکي دې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ۲۷۹ نوو مخابراتي سایټونو فعالولو خبر ورکوي.
یو شمېر کابل ښاریان وایي، ځیني موټرچلوونکي – چې ظاهراً د ټکسي په بڼه کار کوي – خلک په دوکه د موټر د مخې سیټ کې کېنوي او غلا ترې کوي، خو پولیس له داسې کړنو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
کابل ښاریان او هټۍوال د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې پاکستان ته د دغه محصول د لېږد مخه باید ونیول شي.
د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د یوه منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي په داسې حال کې شکایت لري چې مسوولین وایي، د داسې یوه سیسټم جوړولو لپاره ځیني پروګرامونه تر کار لاندې دي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
یو شمېر کابل ښاریان داسې مهال د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خلکو دغې ستونزې ته د رسېدو لپاره د تخنیکي ټیمونو د جوړولو خبر ورکوي.
نن په کابل ښار کې د روميانو، پيازو او کچالو بيې د تېرې يوې مياشتې په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.
د ترانسپورټ وزارت په داسې حال کې د ښاري موټرونو د کرایې د کمولو لایحې برابرولو خبر ورکوي چې ځیني کابل ښاریان وایي، سره له دې چې د تېلو بیې کمې شوې، خو د ښاري موټرونو کرایه هماغه شان لوړه ده.
د کابل ځیني ښاریان، د برېښنا له دوامداره پرچویو شکایت لري او ادعا کوي چې د برېښنا ریاست د برېښنا په وېش کې له عدالته کار نه اخلي، خو د دغه شرکت مسوولین د برېښنا په وېش کې بې عدالتي ردوي او وايي، د برق کموالی د برېښنا د پرچوۍ زیاتوالي لامل شوی دی.
د کابل ځینې ښاریان، پیل شوي تصفیوي عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره ښه ګام بولي او د امنیتي ځواکونو له چلنده خوښ دي، خو ځینې بیا له دې چارې خوښ نه دي، وایي له مشکوکو کورونو پرته نور باید تلاشي نه شي.
کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د سرو زرو یو شمېر پلورونکي د خپل کاروبار د ۹۵ سلنه خرابېدو خبر ورکوي، خو
کابل(پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): سره له دې چې د شته تګلارې له مخې د استوګنې سیمو کې له درې پوړه د لوړو ودانیو جوړېدو لپاره
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP