ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: د استوګنې کورونو منځ کې دې د لوړپوړیزو ودانیو جوړېدو مخه ونیول شي

کابل ښاریان: د استوګنې کورونو منځ کې دې د لوړپوړیزو ودانیو جوړېدو مخه ونیول شي

author avatar
27 Sep 2021 - 11:46
کابل ښاریان: د استوګنې کورونو منځ کې دې د لوړپوړیزو ودانیو جوړېدو مخه ونیول شي
author avatar
27 Sep 2021 - 11:46

کابل(پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): سره له دې چې د شته تګلارې له مخې د استوګنې سیمو کې له درې پوړه د لوړو ودانیو جوړېدو لپاره اجازه نه شته، خو مخکې زورواکو دغه کار ترسره کاوه، اوس هم دغه بهیر دوام لري چې د خلکو شکایتونه یې راپورته کړي او د دغې ستونزې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د ودانیو د جواز د صادر شوي طرزالعمل په پنځمه ماده کې راغلي، د استوګنې هغه سیمې چې کم کورونه لري، هغو سیمو ته ویل کېږي چې زونینګ پلانونو کې د کم کوره سیمې په توګه مشخصې شوې، موقعیت، شاوخوا سیمو، موجوده زېربناوو، عرض معبر او ښاري نورمونو په پام کې نیولو سره تر درې پوړه ډېر نه شي کېدای.

د «ودانیو د جواز صادرېدو طرزالعمل» د اوومې مادې په دویم بند کې چې کابل ښاروالۍ او د ښاري پراختیا د پلان جوړونې معینیت له خوا جوړ شوی راغلي، د اوومې مادې په سیمو کې لیکل شوي چې «په دې سیمو کې د استوګنې اپارتماني بلاکونو جوړول منع دي، خو دولتي ښاري پلانونه چې د کورني محرمیت واټن او د لمر وړانګو لاس رسي ته په کې پاملرنه شوې وي کولای شي مرعی الاجار وي.»

د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې د کابل ښار د بېلا بېلو سیمو د استوګنې کورونو په منځ کې سلګونه لوړپوړیزې ودانۍ جوړې شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د ساختماني چارو مخکني مرستیال عبدالاحد واحد ویلي چې کابل ښار کې شاوخوا ۳۵ سلنه ودانۍ هغه بلند منزلونه دي، چې د رشوت په ورکولو سره ناقانونه جوړ شوي دي.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، د کابل پخواني ښاروال محمد داوود سلطانزوی هم ویلي و چې ډېری هغه ودانۍ چې په تېرو دوو لسیزو کې جوړې شوې یا د جوړېدو په حال کې دي «د کورونو مافیا» په کې لاس لري. د ده په خبره، دغه ودانۍ د ښاري ماسټر پلان د نورمونو خلاف جوړې شوې او معیاري نه دي.

اوس چې سیاسي نظام بدل شوی، خو د پژواک موندنې ښيي چې په خیرخانه، قلعأ فتح الله، شهر نو، تایمني او نورو سیمو کې لاهم دغه ستونزه دوام لري، د یادو سیمو ځينو اوسېدونکو د یاد طرزالعمل خلاف د استوګنې کورونو منځ کې د لوړپوړیزو ودانیو جوړولو ته دوام ورکړی دی.

په دغو سیمو کې شته کورنۍ شکایت کوي او وايي، هر څوک حق لري چې کور او کورنۍ یې د ګاونډیانو له دید څخه لرې وي، خو ګاونډیانو یې د طرزالعمل خلاف له درې پوړه د لوړو ودانیو جوړولو اقدام کړی دی.

ښاریان: د استوګنې کورونو منځ کې د لوړو ودانیو جوړولو مخه دې ونیول شي.

د کابل ښار خیرخانې سیمې د هواشناسۍ دویمې کوڅې اوسېدونکي ګل اغا خپل ګاونډ کې هغې اووه پوړیزې ودانۍ ته چې د جوړېدو په حال کې ده په اشاره پژواک ته وویل: ((د حاجي شفیع په نوم زموږ ګاونډي په مخکني حکومت کې د پېژندګلوۍ په اساس د څلور پوړیزې ودانۍ امر اخیستی و، خو شپږ پوړه یې جوړ کړل او لکه تاسو چې وینئ د اووم پوړ کار یې هم دوام لري.))

هغه په داسې حال کې چې د استوګنې کورونو منځ کې تر څلورپوړه د لوړې ودانۍ جوړل د قانون خلاف بولي زیاته کړه: ((تاسو باور وکړئ چې همدا اوس مو ښځې او لوڼې انګړ کې ازاد تګ راتګ نه شي کولای، نور ګاونډیان مو هم زموږ په څېر شکایت لري، موږ یې واقعا له دغه کاره ناراحته شوو، هرڅومره مو چې ورته وویل دا کار مه کوئ خو له زوره یې کار واخیست.))

د سیمې دغه اوسېدونکي وویل، په تېر نظام کې یې د پیسو او زور له لارې ناقانونه دغه کور جوړ کړ، خو اوسنی نظام باید د دغه ډول زورواکو او قانون ماتوونکو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې بیا هم د خلکو ټولنیز او ښاري حقونه تر پښو لاندې شي.

هغه د روان کال د وږي په ۱۴ مه پژواک ته ویلي و: ((شاوخوا یوه اوونۍ مخکې لاړم، طالبانو ته مې شکایت وکړ، مالک یې جلب کړ او کارونه یې بند کړل، خو یوه اوونۍ وروسته یې بېرته کار پیل کړ او لاهم دوام لري.))

خو نوموړي روښانه نه کړه چې شکایت یې شفاهي که کتبي کړی، په دې برخه کې یې ډېر معلومات ور نه کړل.

د ۱۵مې امنیتي حوزې امر مولوي سیدالله صبوان پژواک ته وویل، د دې حوزې اړوند استوګنې سیمو کې د ناقانونه لوړ پوړو ودانیو جوړېدو په اړه شکایتونه ثبت شوي وو، دوی په دې برخه کې اقدام کړی او کارونه یې بند کړي دي.

هغه د یادې ودانۍ د دویم ځلي کار د پیل په اړه وویل، که ناقانونه یې بیا پیل کړی وي موږ یې کار بندوو، او د کار اجازه نه ورکوو.

نوموړي د بند شوي کار د بېرته پیلېدو لامل د حوزې او ناحیې ترمنځ نه همغږي وبلله او ویې ویل، په دې برخه کې تازه مقرر شوی او د ډېرې بوختیا له امله یې تراوسه د ناحیې له رییس سره ناسته نه ده کړې.

هغه روښانه کړه چې ډېر ژر به د ناحیې له رییس سره ناسته وکړي، له ښاروالۍ او ناحیې سره په همغږۍ به د استوګنې په سیمو کې د ناقانونه لوړ پوړو ودانیو د کار مخه ونیسي.

خو په یاده کوڅه کې دا یواځینۍ لوړه ودانۍ نه ده چې د استوګنې کورونو منځ کې جوړه شوې، بلکې د دې کورونو په منځ کې څلور ودانۍ چې پنځه تر شپږ پوړه لوړې جوړې شوې دي، د خلکو شکایت یې را پورته کړی دی.

احمد مرید چې په دې کوڅه کې ژوند کوي یادې لوړې ودانۍ ته په اشاره وویل: ((موږ په خپل سر جوړو شوو ودانیو کې محاصره یو، زموږ د کور لمر یې اخیستی، ښځې مو د کور انګړ کې په راحت تګ راتګ نه شي کولای، دا د یوې یا دوو کورنیو ستونزه نه ده، بلکې زموږ څو ګاونډیان دغه ستونزه لري، خو له دغو خلکو سره زموږ زور نه رسېږي.))

مرید زیاته کړه، شاوخوا یوه اوونۍ مخکې یې یو ګاونډی ۱۵مې امنیتي حوزې ته لاړ او د دغې ودانۍ له مالک حاجي شفیع څخه یې شکایت وکړ، اړوندې حوزې یې کار بند کړ خو څو ورځې وروسته یې بېرته کار پیل کړ.

د هواشناسۍ په دویمه کوڅه کې د اووه پوړیزې ودانۍ د مالک حاجي شفیع پلار حاجي میرزا حسین وویل، د ودانۍ کار یې د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې پیل کړی او اوس اووم پوړ ته رسېدلی دی.

هغه د ګاونډیانو د شکایت په اړه داسې ځواب ورکړ: ((یوه ګاونډي مو شپږ پوړه ودانۍ لوړه کړه، موږ ته ځينو ګاونډیانو وویل چې که تر ګاونډي دې یو پوړ لوړ نه کړې په نوم دې خط کاږو، ما هم اووه پوړه لوړه کړه.))

نوموړي په دې اړه چې ولې یې د استوګنې سیمه کې تر څلور پوړه لوړه ودانۍ جوړه کړې؟ څه ونه ویل او د ښاروالۍ د امر له ښکاره کولو یې هم ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ کابل ښاروالۍ په دې سیمه کې د دوو ودانیو د جوړېدو کار بند کړی دی.

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند قلعه فتح الله بله هغه سیمه ده چې ځينې اوسېدونکو یې د ښاروالۍ د طرزالعمل خلاف خپل کورونه تر درې پوړه ډېر لوړ کړي دي.

د کابل ښار د قلعه فتح الله سیمې د اتم سړک اوسېدونکي مرتضی په دغه سړک دوو اته او نهه پوړیزو ودانیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغه ودانۍ د ښاروالۍ قانون خلاف جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې یادې ودانۍ د ده او نورو ګاونډیانو د اندېښنې لامل شوې، ځکه دوی فکر کوي چې د دغه ساختمان د کار په بشپړېدو سره به په انګړ او ان د کور دننه خوندي نه وي.

نوموړي روښانه کړه چې په دغه سړک څو لوړپوړې ودانۍ د طرزالعمل خلاف مخکې جوړې شوې چې د سیمې خلک یې له امله شکایت لري.

نوموړي زیاته کړه: ((له هغې ورځې چې دغه لوړپوړې ودانۍ جوړې شوې، زموږ د کورونو منځ کې ښځې زنداني دي او په خپله حویلۍ کې ازاد تګ راتګ نه شي کولای.))

نوموړي په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې د ستونزې د حل لپاره یې کومې مرجع ته شکایت کړی؟ وویل: ((نه خیر! هیڅ مرجع ته یې شکایت نه دی کړی، پوهېدو چې شکایت مو ځای نه نیسي، ځکه مخکې نورو ګاونډیانو د ودانیو د جوړېدو د مخنیوي په اړه شکایت کړی وو، خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.))

د هغه په خبره، له څو ورځو راهیسې د یوې ودانۍ چارې بندې شوې دي، د دغه کور ترڅنګ د نورو لوړپوړو ودانیو د جوړېدو چارې عملا روانې دي.

د دغو دوو لوړپوړو ودانیو مالکان: زموږ کار قانوني دی او له مخکني حکومت نه مو له لس پوړه د لوړې ودانۍ د جوړېدو اجازه اخیستې.

د قلعه فتح الله سیمې د اتم سړک په ساحه کې احمد نوید چې د یوې نهه پوړیزې ودانۍ د څښتن په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل چې په مخکني نظام کې به حوزې، ناحیې او ښاروالۍ د ودانیو له جوړوونکو خپل حق (رشوت) اخیسته او ډېر به یې ځورول؛ خو اوس مهال دغه ستونزه هواره شوې ده.

هغه په دې اړه چې تراوسه یې څومره پیسې ورکړي؟ معلومات ورنه کړل؛ خو ویې ویل چې د مخکني نظام له سقوط وروسته د بډو اخیستو ستونزه هواره شوې ده.

هغه د استوګنې په ځایونو کې د لوړپوړیزه ودانیو د جوړېدو په برخه کې د ګاوڼدیانو د شکایت په اړه وویل چې کار یې قانوني دی او له مخکني حکومت نه یې له لس پوړه د لوړې ودانۍ جوړېدو اجازه اخیستې؛ خو اسناد یې ښکاره نه کړل.

په قلعه فتح الله سیمه کې په یوه اته پوړیزه ودانۍ کې شریک حاجي سمیع الله پژواک ته وویل، د کابل له ښاروالۍ یې د پنځو منزلونو د جوړولو اجازه اخیستې وه؛ خو له تهکوۍ سره یې ۸،۵ پوړه ودانۍ جوړه کړې ده.

هغه د استوګنې په ځایونو کې د لوړپوړو ودانیو جوړولو په اړه د خلکو شکایتونو ته په اشاره وویل: «ګاونډیان ستونزه نه لري؛ ځکه مخکې زموږ مخې ته ګاونډي اووه پوړه جوړ کړل، موږ شکایت وکړ؛ خو ناحیې، حوزې او څارنوالۍ د بډو په اخیستلو زموږ دوسیه پټه کړه او هغه ته یې د جوړېدو اجازه ورکړه او دغه ودانۍ د پیکا او راکټ په زور جوړه شوه.»

ده په ډاګه کړه چې له هغه وروسته نوموړی هم اړ شو چې د یوه شرکت په مرسته پر خپله ځمکه یوه لوړپوړې ودانۍ جوړه کړي.

د هغه په وینا، له یوې اوونۍ راهیسې یې د ودانۍ کار د نامعلومو دلایلو له امله د ښاروالۍ له لوري درېدلی دی.

خو د دغې ودانۍ ساتنونکي نورمحمد پژواک ته وویل چې د کابل ښاروالۍ کارکوونکو کار درولی او د تعمیر له څښتن څخه یې غوښتي څو د دغې ودانۍ اسناد د څېړنې لپاره یادې ادارې ته وروړي.

هغه په مخکني نظام کې د غیرقانوني لوړپوړو ودانیو د جوړېدو په برخه کې د فساد په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په مخکني نظام کې مو د هر پوړ په بدل کې ۵۰ زره افغانۍ ورکولې؛ خو په اوسني نظام کې مو پیسې نه دي ورکړې.»

کارپوهان: وکیلانو، چارواکو او زورواکو به مخکې دغه خپلسري کوله؛ خو په اوسني نظام کې باید د هغوی مخنیوی وشي.

په درېیمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ مخکني مرستیال انجنیر محمد صدیق نوري، پژواک ته وویل چې د استوګنې په ځایونو کې له تهکوۍ سره د درېیو او څلورو؛ خو په سوداګریزو ځایونو کې موقعیت ته په پام د ۳۰ تر ۴۰ پوړونو هم اجازه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: «د کابل د درېیمې ناحیې اړوند په کارته چهار، دهبوري او کارته مامورین سیمو کې څلورو او پنځو پوړیزو ودانیو ته اجازه ورکول کېده؛ خو په غیر رسمي ورځو لکه د رخصتۍ او اختر په ورځو کې یې له څلورو پوړونو لوړې ودانۍ هم جوړولې.»

نوموړي وویل چې د استوګنې او نورو ساحو لپاره د جوازونو په ورکړه کې عدالت نه مراعاتېده، زیاته یې کړه: «د شته پېژندګلوۍ، زور او فساد له امله د استوګنې په سیمو کې یوه کس ته د څلورو پوړونو اجازه ورکول کېده؛ خو ګاونډي ته یې د ۹ پوړونو د جوړېدو اجازه ورکول کېده.»

نوري زیاته کړه: «د پارلمان وکیلانو، چارواکو او زورواکو د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو پروا نه کوله، نو له همدې امله مو ونه شو کولای د استوګنې په ځایونو کې د لوړپوړو غیرقانوني ودانیو د جوړولو مخه ونیسو.»

هغه څرګنده کړه چې د غیرقانوني لوړوپوړو ودانیو مخنیوی او مدیریت د کابل ښاروالۍ اړوند دی؛ خو له بده مرغه چې د استوګنې په ځایونو کې د خپلسرو لوړپوړو ودانیو له جوړېدو مخنیوی نه دی شوی.

دغه تعمیراتي کارپوه له اوسني نظام څخه وغوښتل چې عدالت تامین کړي، د زورواکو له لوري د لوړپوړه ودانیو د جوړولو مخه ونیسي او د جوړو شوو لوړو ودانیو د پولي سرچینو څېړنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي.

د لوړو زده کړو په وزارت کې ساختماني انجنیر محمد علي مولایي، د دې په یادولو چې د استوګنې او سوداګریز سیمو کې د ودانیو جوړول توپیر لري، زیاته کړه چې په سوداګریزو سیمو کې د څو پوړونو د جوړېدو اجازه ورکول کېږي او ستونزه نشته.

هغه وویل چې د استوګنې په ځایونو کې د ګاونډیانو د سطر عورت پټوالي، ښاري او ټولینزو حقوقو د مراعاتولو له امله، چا ته له څلور پوړه د لوړې ودانۍ د جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.

کابل ښاروالي: هغه کسان چې په کابل کې یې خپلسرې ودانۍ جوړې کړې، جریمه کېږي.

د کابل سرپرست ښاروال مولوي حمدالله نعماني وویل چې په کابل کې د خپلسرو جوړو شوو ودانیو خاوندان به جریمه شي.

هغه په ​​کابل کې د ناقانونه ودانیو پر جوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې ځینو ته اجازه ورکړل شوې چې درې پوړه تعمیر جوړ کړي، خو دوی په غیرقانوني ډول له دې څخه ډېر جوړ کړي دي.

نوموړي یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه یوه مقرره جوړه شي او زیاته یې کړه، چا چې په کابل کې پر خپلسر ودانۍ جوړې کړې، جریمه کېږي.

د کابل ښاروالۍ يوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښاروالۍ، د ټولو لوړپوړو ودانیو کار د هغو د اسناد تر څېړلو پورې درولی دی.

د راپورونو له مخې، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د کابل په استوګنځایونو کې په سلګونو لوړپوړې ودانۍ له جواز پرته او د ښاروالۍ د قانون خلاف جوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ خبرداری ورکړی چې د جواز اخیستو د بهیر له ساده کېدو وروسته که څوک د قانون خلاف لوړپوړې ودانۍ جوړې کړي جریمه کېږي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 191

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.