ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل سره زر پلوري

کابل ښاریان د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل سره زر پلوري

author avatar
13 Nov 2021 - 17:59
کابل ښاریان د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل سره زر پلوري
author avatar
13 Nov 2021 - 17:59

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د سرو زرو یو شمېر پلورونکي د خپل کاروبار د ۹۵ سلنه خرابېدو خبر ورکوي، خو وايي چې برعکس د خلکو له خوا د سرو زرو د پلور اندازه دوه برابره ډېره شوې ده.

د دوی په خبره، د روان کال د زمري په ۲۴مه د سیاسي نظام له بدلون وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او له همدې امله ډېر کم خلک سره زر پېري او ډېری کسان د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل سره زر پلوري.

د سرو زرو پېرونکو ۹۵ سلنه کمېدل

د کابل ښار مریم لېسې بازار کې د عبدالمبین زرګرۍ مالک حاجي عبدالوکیل پژواک ته وویل چې له سیاسي بدلون مخکې یې هره ورځ ۲۰۰زره افغانۍ پلور درلود، خو اوس دغه اندازه ۱۰زره افغانۍ ته کمه شوې ده.

نوموړی وايي چې د سرو زرو د پلور د کموالی خلاف خلک د اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل زره زر پلوري.

هغه زیاته کړه: ((مخکې ۱۰ پېرونکي راتلل او خپل سره زر یې پلورل، خو اوس هره ورځ ۲۰ تر ۳۰ کسان راځي او خپل سره زر پلوري.))

نوموړی وايي چې یوه اندازه پیسې یې د امانت په ډول بانک کې درلودې خو اوس بانک کې بندې دي او استفاده ترې نه شي کولای.

هغه د دغه بهیر دوام خطرناک وباله او ویي ویل، د هېواد اقتصادي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

په ورته وخت کې د کابل ښار مریم لېسې بازار کې د سرو زرو پلورونکي لعل اغا هم د پلور د اندازې له کموالي شکایت وکړ او ویې ویل، هره ورځ ۲۰۰۰ ډالر د دوکان کرایه ورکوي، خو اوس د دوکان کرایه نه پوره کولای، ګټه خو بیخي نشته.

هغه زیاته کړه چې که د سرو زرو پلور د مخکې په څېر ښه نه شي ښايي سرمایې له لاسه ورکړي.

نوموړی وايي چې مخکې یې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰زره ګرامه سره زر پلورل، خو اوس دغه اندازه له ۱۰ تر ۵۰ ته راکمه شوې ده.

د هغه په خبره، مخکې یې هره ورځ ۱۰۰ ګرامه سره زر پېرل، خو اوس د کورنیو له خوا د سرو زرو د پلور اندازه ډېره شوې، پیسې نه لري چې ویې پېري، څو هم له پلورونکو سره مرسته وشي او هم خپله څو افغانۍ ګټه ترلاسه کړي.

هغه یې د دوکان کرایه ۲۰۰۰ ډالر وبلله او ویې ویل، اوس یې د دوکان کرایه پرې تاوان ده.

کابل ښار کې د سرو زرو پلورونکو شورا رییس حاجي اسدالله محمدي هم د سرو زرو د کاروبار پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((خلک غریب شوي، د سرو زرو د پېر په پرتله ډېر سره زر پلوري.))

هغه د نظام بدلون، بېکاري، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل او پر بانکي سیستم محدودیتونه د سرو زرو د کاروبار د خرابېدو لاملونه یاد کړل.

نوموړي د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې پر کنګل کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټولو خلکو پیسې بانکونو کې بندې دي، کله چې خلک د پیسو اخیستو لپاره بانکونو ته مراجعه کوي د اړتیا وړ پیسې نه شي ترلاسه کولای.

د هغه په خبره، هغه کسان چې د خوښۍ مراسم لري هم بانکونو کې د پیسو د بندېدو له امله د سرو زرو له پېر تېرېږي یا ډېر کم پېري.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې بېرته خلکو ته د کار زمینه برابره شي، د افغانستان کنګل شوې سرمایه له دې حالته بهر شي او په ټوله کې کاروبار ښه شي.

په کابل ښار کې د کورنیو له خوا د دوه برابره سرو زرو پلور

د کابل ښار د خیرخانې د قلعه نجارا سیمې اوسېدونکي انیتا چې خپلې څلور ګوتمۍ یې د پلور لپاره راوړې وايي: ((زه او خاوند مې ښوونکي یو، کرایې کور کې ژوند کوو، دوې میاشتې پوره شوې چې معاش مو نه دی اخیستی، اولادونه مو ډوډۍ غواړي، مجبور یو چې خپل سره زر وپلورو او اړتیاوې مو پوره کړو.))

په ورته وخت کې د کابل ښار د کارته پروان سیمې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل: ((شپږ بنګړي لرم، پلورم یې، پاسپورټ اخلم او پاکستان ته ځم، کارونه مو خلاص دي، په خیر کاناډا ته ځم.))

دغه مېرمن هم له بېکارۍ او تنګلاسۍ شکایت لري او وايي، د ځان، خاوند او زوی د بېکاره کېدو له امله تصمیم لرو له افغانستانه بهر لاړ شو.

نن په کابل ښار کې د سرو زرو بیه

نن د لړم په ۲۲ مه کابل ښار کې یو ګرام مصري سره زره په ۵۱۵۰ افغانۍ، یو ګرام کوېټي سره زره په ۴۲۰۰ افغانۍ او یو ګرام ایراني سره زره په ۳۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.