کابل کې د مسلکي زدهکړو پراختیا او کاري فرصتونو برابرولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د خصوصي سکټور ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو دویم کنفرانس جوړ شو.
کابل ښار کې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د قزاقي اوړو، غوړیو او بورې بیې ټیټې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
کابل کې د اذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د شېخ زاهد روغتون ته څېرمه په سړک چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه عام هېوادوال سرسري ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د کابل ښار په اولسمه حوزه کې د نشهیي توکو د تولید یوه فابریکه کشف کړې چې یوه اندازه نشهيي توکي هم ورڅخه ترلاسه شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې یې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره کړې چې په پایله کې یې د کابل منتخبې لوبډلې ته په درېیو سني کټهګوریو کې ۷۵ ورزشکاران وټاکل شول.
اتیا کلن صفدر چې د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې لاسي کراچۍ چلوي څو د خلکو بار انتقال کړي او له دې لارې د خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ نفقه تامینوي، د ژوند له کړاو او اقتصادي ستونزو شکایت لري.
ستره محکمه وایي، په کابل او پکتیکا ولایتونو کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې.
کابل کې نن له اتلسو ولایتونو څخه د سلو لوبغاړو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ پیل شوې چې موخه ورڅخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سعودي عربستان سفارت له پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ ویلي، دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د فني او حرفي زدهکړو پروګرام پیل شو.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، کابل ښار کې د ۴۰ موټرو ترانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP