د کابل ښار یو شمېر خلک په هوټلونو کې د ودونو مراسمو ته د نابللو کسانو له ورتګه شکایت کوي، بلخوا، د چارو پوهان په دغه ډول مراسمو کې د نابللو کسانو ګډون «ناسم فرهنګ» بولي او وايي، حکومت باید د دې ستونزې هواري لپاره یو میکانيزم رامنځته کړي.
په کابل کې د ۱۴ ولایتونو د ۲۸۱ ورزشکارانو تر منځ د آشي هارا کاراټې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د غوراوي په موخه ملي سیالۍ پیل شوې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۳ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د امام ابوحنیفه درېیم نندارتون چې تر دوو راتلونکو ورځو به په کابل کې جوړ شي، داخلي او بهرني متشبثین او سوداګر به خپل محصولات په کې نندارې کېږدي.
د کابل ښار له ۱۵ کلپونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د اسلامي امارت ویاند وايي، په کابل ښار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي ریاست پر کارکوونکو او بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو د بریدونو عاملین چې له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو، نیول شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي چې د افغانستان لپاره د یوناما د ځانګړې استازې نوې مرستیاله جورجیت ګانیون د خپلې دندې پیل په موخه کابل ته راغله.
د افغانستان د غېږنیونې فدراسیون وایي چې د کابل د ختیځ زون د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې له یوه دوکانه د توکو او د یوه موټر د غلا په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د کابل په څرخي پله سیمه کې ۵۶۰ درملنه شوي روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
چارواکي وایي چې د کابل په ترهخېلو کې د ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۵۲ میګاواټه برېښنا په ظرفیت د یوه سبسټېشن جوړولو او له چمتلې تر ترهخېلو د ۲۲۰ کیلوواټه مزي غځولو چارې پیل شوې.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د لومړنیو اړینو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.