کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): چارواکي وایي چې د کابل په ترهخېلو کې د څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۵۲ مېګا ولټ برېښنا په ظرفیت د یوه سبسټېشن جوړولو او له چمتلې تر ترهخېلو د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځولو چارې پیل شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور نن په کابل کې په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل، د یادو دوو پروژو په بشپړېدو سره به - چې چارې نن پیل شوې - د کابل ښار د شاوخوا ۲۵۰ زره خلکو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه چې په ترهخېلو کې د ۲۵۲ ميګاواټه په ظرفیت د برېښنا سبسټېشن پر جوړولو او دغه راز له چمتلې تر ترهخېلو د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي پر غځولو ټول ۱۸.۷ میلیون امریکایي ډالره لګښت راځي.

د نوموړي په خبره، دا له ترکمنستانه افغانستان ته د زر میګاواټه برېښنا رالېږدولو هغې پروژې یوه برخه ده چې پر اساس یې ۵۰۰ کیلوولټ مزي ارغندۍ ته راځي، له ارغندۍ چمتلې او هغه ځایه ترهخېلو ته غځېږي.

منصور دغه راز وايي چې د ځینو کسانو هغه څرګندونې ناسمې دي چې وایي امریکا اسلامي امارت ته ډالري کڅوړې ورکوي.

هغه زیاته کړه، کومې ډالري کڅوړې چې افغانستان ته راځي، هغه د نړۍوالو ادارو دي؛ پخوا به یې په مستقیم ډول ترلاسه کولې او اوس بانک ته انتقالېږي او د قانوني پړاوونو له وهلو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل کېږي.

د هغه په وینا، امریکا له اسلامي امارت سره هيڅ ډول مرسته نه کوي؛ ځکه د اسلامي امارت له خوا ماته شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم په دې ناسته کې وویل، د دې ډول لویو پروژو پرانيسته د هېواد د ابادۍ لپاره د خوښۍ زېری ورکوي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ځکه د برېښنا پروژو ته لومړیتوب ورکړی چې برېښنا د نورو ډېرو پرمختګونو لپاره اسانتیا رامنځته کوي.

د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر هم په یاده ناسته کې وویل، برېښنا د ښې حکومتولۍ، اقتصاد، پرمختګ او د هېواد د ابادۍ لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هغه وخت خپله سیاسي ازادي ساتلی شي چې اقتصادي ازادي ولري او خودکفا وي.

د نوموړي په خبره، اقتصادي پرمختګ او خودکفایي د صنعت له لارې رامنځته کېږي او د صنعت د پیاوړتیا لپاره برېښنا ته اړتیا ده، د حکومت لومړیتوب هم همدا دی چې ټولو برخو ته برېښنا ورسوي.

ده له ترکمنستانه د زر میګاواټه برېښنا رالېږد، د کابل ارغندۍ ته د ۵۰۰ کیلوولټ مزي تېرېدو او له هغه ځایه تر چمتلې او ترهخېلو غځولو ته په اشاره وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو به د کابل ټولو ښاریانو او صنعتکارانو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کېږي.