Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو شمېر کابل ښاریان په تېره بیا ښځې د منظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له نشتوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ښار په ټولو ناحیو کې د ښاري ملي بسونو سیسټم بېرته فعال کړي.
نن کابل ښار کې د اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو او پټرولو بیې هم لوړې شوې خو د ډېزلو، بورې او سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل ځیني ښاریان له اقتصادي ستونزو او د سون توکو له لوړو بیو شکایت لري او وايي چې د پېرلو وس یې نه لري؛ بل پلو، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم څرګندوي چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې پلور کم دی.
کابل کې د ترکیې نوي شارژدافیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تعارفي ليدنه کې د هرات له زلزلهځپلو سره له بشري مرستو بار رېلګاډي د راتلو خبر ورکړ او وایي چې هېواد یې په سختو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه ګڼي.
پولیس وایي، کابل ښار کې یې د غلو یوه نهه کسیزه ډله د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت غلا شوو توکو سره نیولې ده.
په کابل کې د سرې میاشتې اونۍ په مناسبت د اتو کلپونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
په کمپنۍ کې د مېوې او سبزي یو مارکېټ چې د کابل ښاروالي له لوري یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول شوی و، پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.
دفاع وزارت په سردارمحمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د سوءشکل بڼې یوه پېچلي اورتوپیدي عملیاتو له بریالي ترسره کېدو خبر ورکوي.
د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ په «سنګ نویشته» سیمه کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت د ایوډینلرونکې مالګې تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې نږدې ۳۱ زره »زیګپ» ټابلیټ ترلاسه کړي او ورسره په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني د پنځو غلا شوو موټرو له کشف څخه خبر ورکوي او وایي، په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP