په کابل کې د ۱۲ ولایتونو ورزشکارانو په ګډون د پانکریشن سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې د تېلو یوه هټۍ کې اور لګېدلی چې له امله یې پنځه نورې هټۍ هم سوځېدلې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له مکې مکرمې د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی او د هغوی لومړۍ الوتکه به نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه کابل ته راورسېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کۍ د امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې او د دې پروژې په بشپړېدو سره به دوه زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.
کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): کابل کې د چین سفیر پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر سره لیدنه کې ویلي
د استخباراتو عمومي ریاست وایي، ځواکونو یې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یو کس -چې په کابل ښار کې تښتول شوی و- د انسانتښتوونکو له بنده خوشی کړی او د پیښې په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.
امنیتي مسوولین وایي، له کابل څخه تښتول شوی ترکي انجنیر د استخباراتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د انسانتښتوونکو له بنده ازاد شو.
د کابل امنیه قومانداني وایي، ۱۴ کسان یې د پیسو او موبایلونو او دوه نور یې له یوه کس څخه د اتیا زره افغانیو د غلا په تور نیولي دي.
په کابل کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د سترګو د څلور زره ناروغانو وړيا درملنه پيل شوه چې په دې کې څلور سوه د سترګو عمليات هم شامل دي.
کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل او کندهار کې د سترګو د ۸۰۰۰ ناروغانو د وړیا درملنې خبر ورکړی
د کابل بګرامي ولسوالۍ د فتحخېلو سیمې اتفاق کلي کې یو کس له دې امله ماشومانو ته د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې په وینا یې، ښوونځی له دې سیمې لرې دی او ماشومان نه شي ورتللای.
د تېلو بیو په رالوېدو سره د ټرانسپورټ او ملکی هوايي چلند وزارت په کابل کې د ښاري موټرو کرایو لپاره لایحه جوړه کړې ده؛ خو ښاریان وايي، موټرچلوونکي اوس هم د لایحې خلاف کار کوي او له ټاکلې کچې لوړه کرایه اخلي.