د پژواک موندنې ښيي چې نن د تېر کال د همدې وخت په پرتله د اوړو بیه ۳۸ سلنه او د غوړیو ۳۲ سلنه ټیټه شوې ده.
کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر کاګر ماشومان له اسلامي امارته غواړي چې والدینو ته یې د کار زمینه برابره کړي څو نور درنو
د ترافیکو عمومي ریاست وایي، په کابل او لومړي درجه ولایتونو کې یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ترافیکي څراغونو نصبولو لړۍ پیل کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د سترو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ډېر کار کړی، نور هېوادونه دې هم د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او سوداګري دې له سیاست سره نه تړي.
د سرپرست حکومت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند چې دوه میاشتې مخکې کندهار ته تللی و، نن بېرته کابل ته راستون شو.
. . .
ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې عملیات کړي او لږ تر لږه د دوو داعشیانو وژل کېدو ادعا کوي، خو د حکومت ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې،
د کابل امنیه قومانداني وایي، نن غرمه مهال یو «مشهور غل» له پولیسو سره د متقابلو ډزو پر مهال ووژل شو.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې او د ملي او نړۍوالو سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د لازمو اړیکو رامنځته کېدو په موخه کابل کې د امام ابوحنیفه د دویم ملي او نړۍوال نندارتونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې له یو کوره یې ۸۰۰۰ امریکایي ډالر او د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي وو.
په کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په نسبت د قزاقي اوړو بیه یو څه لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.