Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې سبا په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه ترسره شي چې د امنیت، اقتصاد، سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او نورو موضوعاتو په اړه په پهکې بحث او خبرې وشي.
د افغانستان د پهلوانۍ او زورخانهیي فدراسیون له لوري په کابل کې د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام ولري.
ستره محکمه وایي، په کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تړاو تعزیري سزا ورکړل شوه
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د پټرول او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې خو د سرو زور او اوبلن ګاز بیې ټيټې شوې دي.
چارواکو، د زمري ۲۴مې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډه کې وویل «نه د چا لپاره تهدید يو او نه دې څوک موږ ته تهديد جوړېږي»؛ افغانستان د متوازن سیاست د اصل او متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغیزستان له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال هغه ته بلنه ورکړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له دوامدارې پرچاویو شکایت لري او د دې ستونزې د بنسټیز حل غوښتنه کوي؛ بلخوا، پوهان او د برېښنا شرکت مسوولین د دغه وضعیت اساسي لاملونه د برېښنا کمښت او هغې ته د خلکو د تقاضا ډېرېدل بولي.
کابل ښار کې د اسرار پارسا په نوم یوه نجلۍ چې په دوه کلنۍ کې ګوزڼ وهلې او کیڼه پښه یې فلج ده، په لېوالتیا او قوي اراده د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پر څو پروژو کار کوي او هیله لري څو د نوښتونو او ټکنالوجۍ برخې نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو شمېر لرغوني اثار کشف او ترلاسه شول او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
شپږ سوه افغان سوداګر، د کابل ښار د ۲۲مې ناحيې اړوند سيمه کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۴۰۰ جریب ځمکه سوداګریز ښارګوټی جوړوي.
یو شمېر پاکستاني ګرځندویان چې په موټرسایکلونو کابل ته راغلي او غواړي وروسته تاجکستان او اوزبېکستان ته ولاړ شي، وايي، دوی دغه سفر په دې موخه ترسره کوي څو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته د امن او ورورولۍ پیغام یوسي.
کابل ښار کې د شکریې شمس په نوم یوې مېرمنې چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخیستې، بلکې لسګونو نورو ښځو او نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده؛ هغه له اسلامي امارته غواړي چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له بهره د جامو واردات کم کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP