Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
یو شمېر کابل ښاریان په داسې حال کې د اوبو له کمښته شکایت کوي چې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، کابل ته د پنجشېر سیند اوبو د لېږد پروژې په پلي کېدو سره دغه ښار کې دوه میلیون کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کوي.
په کابل کې د قطر سفارت مستشار د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې یو شمېر افغان ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیت لوړنې لنډمهاله زدهکړې برابرې کړي او هڅه کوي چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه هم پیل شي.
په کابل کې د شهیدانو د ورثهوو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه ۱۲۵ معلولین او یتیمان د پنځه میاشتنیو فني او حرفوي زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.
په کابل کې «د افغانستان پرمختګونه او بریا» په نوم څلور ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو چې په کې بېلابېل افغاني تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۲۴ کلپونو د ۹۹ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ پیل شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي نن سهار کابل ته را ورسېد.
په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې.
کابل کې نن د یو شمېر افغان، روسي او پاکستاني لوبغاړو په ګډون د بډمنټون سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې د ۱۱ ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټینګ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ نن پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کابل ښاري ابتدائيه محکمه کې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزيري سزا ورکړل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP