<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.</p>
<p style="text-align: justify;">یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.</p>
<p style="text-align: justify;">د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.</p>