Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابینې غونډه کې هېواد ته د بېکیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي او راستنېدونکو کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو
د کابینې په غونډه کې د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه او د کور او ښارجوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تایید شول.
د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې ترسره شوه.
ارګ وایي، د کابینې په غونډه کې د سړک غاړې پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د څلوېښت سلنې فیس په تخفیف د اسلامي امارت د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ وګڼل شوه.
کابینې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکټیا ټينګار کړی او دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې دنده سپارلې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یوه ډله ولېږي.
د ا.ا کابینې ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د لویو او وړو پروژو لپاره دې د کسانو د استخدام برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره همغږي ولري او په ګومارنو کې دې د هېواد دننه خلکو ته لومړیتوب ورکړي.
د کابینې په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د برېښنا رسونې بهیر چټکتیا لپاره کار وکړي او په دې اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
کابینې په خپله وروستۍ ناسته کې په ننګرهار کې د سوداګرو او د هېواد لرو پرتو سیمو کې د امنیتي ځواکونو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د اړینو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت کابینې په غزه کې له حماس ډلې سره د اوربند هوکړه منظوره کړه.
کابینې د مالیې وزارت د دویمې ربعې غیرمالیاتي عوایدو راپور تایید کړی او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د پراختیایي بودجې د لګښت په اړه د دغه راپور وړاندیزونه په پام کې ونیسي.
د کابینې په ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې په لرې پرتو سیمو کې د پیل شوو چارو جدي څارنه وکړي او ټولو محرومو سیمو کې دې خلکو د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
د اسلامي امارت کابینې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وکړه او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه څو د ماسټر پلان د تطبيق برخه کې خپلې چارې او مسووليتونه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP