کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو وېش او د درې میلیون پاسپورټونو چاپ تایید کړ
د سرپرست حکومت کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې کړنلاره او د درې میلیون پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تایید کړه.
د سرپرست حکومت کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې کړنلاره او د درې میلیون پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تایید کړه.
د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز لرونکو موټرو اړوند موضوع څېړل کېږي او د هغو موټرو موضوع محکمې ته سپارل کېږي چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور ضبط شوي دي.
د افغانستان کابینې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته د هغوی د بېرته راستنولو کمېسیون جوړښت تصویب کړ.
کابينې د سيم کارتونو د ثبت او بايوميټريک کولو وړاندیز تایید کړی او د چارو ادارې ته يې دنده سپارلې څو د پخوانیو چارواکو بې برخليکه کورونه په خپل کنټرول کې راولي.
د کابینې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته امنیتي ځواکونه نه شي کولی له وسلو، نظامي یونیفورم او وسايطو سره تفریحي پارکونو ته ننوځي.
کابینې له جلال اباده پېښور او له کندهاره کوېټې ته د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تایید کړی او پرېکړه یې کړې چې له دې وروسته هيڅ اداره د خپلو عایداتو د مصرف حق نه لري.
کابینې د عشر او زکات ادارې د جوړښت پرېکړه وکړه او یوه پلاوي ته یې دنده وسپارله چې د ملي پراختیا شرکت د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره د مالي سرچینې پیدا کولو په اړه څېړنه وکړي.
د افغانستان کابینې د روان کال د وروستیو درېیو میاشتو ۵۳.۹ میلیارده افغانۍ بودجه تصویب کړه چې ۴۹.۲ میلیارد یې عادي او ۴.۷ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودجه ده.
اروپایې ټولنې، جرمني او چین د طالبانو د سرپرستې کابینې پر ترکیب نیوکې کړي، چاپان او قطر هېوادونو د طالبانو د کړنو د څار خبره کړې، خو ازبکستان بیا د سرپرستې کابینې اعلان په افغانستان…
ځينې ښځې د کابینې په لېست کې د ښځې او ښځو چارو وزارت پر نه موجودیت اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې مداخلې غوښتنه کړې ده، خو یو شمېر نورو…
خلکو د افغانستان د نوې سرپرستې کابینې په اړه پر خواله رسنیو غبرګونه ښودلي؛ ځینو نیوکې کړي چې کابینه مسلکي او ټولګډونه نه ده، خو ځینو یې ملاتړ کړی، وایي تر مسلک او تخصص؛ تقوا او…
د اسلامي جمعیت ګوند څانګو د سرپرستې کابینې پر اعلان نیوکه کړې، هغه یې قومي او غیر متخصصه بللې، ویلي یې دي، پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتې نه شي او ډېر ژر به…
امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په تړاو ویلي چې دغه پروسه څاري، خو امریکا د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه هم ښودلې، وایي د «لنډمهاله» کابینې په…
ولسمشرۍ ریاست وايي چې کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې درېیمه طرحه تایید کړه.