ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر هېوادونو د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي

یو شمېر هېوادونو د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي

author avatar
9 Sep 2021 - 11:24
یو شمېر هېوادونو د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي
author avatar
9 Sep 2021 - 11:24

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): اروپایې ټولنې، جرمني او چین د طالبانو د سرپرستې کابینې پر ترکیب نیوکې کړي، چاپان او قطر هېوادونو د طالبانو د کړنو د څار خبره کړې، خو ازبکستان بیا د سرپرستې کابینې اعلان په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یوه پیلامه بللې ده.

طالبانو د زمري په ۲۴ مه کابل ونیو او اوس یې ټول هېواد په واک کې دی.

هغوی ویلي وو، داسې نوی ټولګډونه حکومت به جوړ کړي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني او د کور دننه او بهر به ملاتړ ولري، خو دوه ورځ مخکې یې سرپرسته کابینه اعلان کړه او ویې ویل چې دغه ګام یې د حکومتي چارو د پرمخ بیولو په موخه کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا او عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان دي.

د راپورنو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د طالبانو د کابینې په ترکیب باندې د اندېښنې سربېره ویلي چې د خوشبینۍ لپاره یو کوچنی دلیل هم نشته.

هغه ریاته کړې:« د نورو ډلو له مشارکت پرته د انتقالي حکومت اعلان، په کابل کې د اعتراض کوونکو او خبریالانو پر وړاندې پرونی تاوتریخوالی داسې نښې نښانې نه دي چې د خوشبینۍ انګیزه شي.»

چین هېواد هم د طالبانو د نوي حکومت جوړېدل د واک د تشې ډکولو، د نظم د ټینګولو او د افغانستان د بیارغونې لپاره یو اړین ګام بللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین، پرون ویلي:« هیله من یو چې د افغانستان نوي مقامات د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو غږ ته غوږ ونیسي چې د خپلو خلکو ارمانونه او د نړیوالې ټولنې توقعات پر ځای کړي.»

جاپان هم ویلي دي چې د طالبانو کړنې څاري او په دې اړه به له متحده ایالاتو او نورو هېوادونو سره خپله همکاري جاري وساتي.

د جاپان د کابینې منشي کاتسونوبو کاتو، پرون ویلي:« له طالبانو سره د خبرو په ګډون د یو شمېر هڅو له لارې خپل ټول کوښښ کوو چې د جاپانیانو او محلي [افغان] همکارانو چې [په افغانستان کې] پاتې دي تضمین وشي.»

قطر ویلي چې طالبانو له مصلحت‌ څخه کار اخیستی او د یو لوړپوړي قطري مقام په وینا، د دغې ډلې په اړه باید د هغوی د کردار له مخې قضاوت وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولو الخاطر، د فرانس پریس آژانس ته ویلي:« هغوی(طالبانو) تر ډېر له مصلحت‌ نه کار اخیستی. باید له دې فرصت نه استفاده وشي...او د هغوی څرګندو کړنو ته پام وشي.»

هغې ویلي، پرته له هیڅ پوښتنې طالبان اوس په افغانستان کې واکمن دي، خو هغې په دې هکله چې ایا قطر به د طالبانو په مشرۍ د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او که نه څرګند ځواب وړاندې نه کړ.

همدا راز د ازبکستان You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.