ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې سرپرسته کابینه مسلکي نه بولي، خو ځینې وایي تر مسلک تقوا غوره ده

ځینې سرپرسته کابینه مسلکي نه بولي، خو ځینې وایي تر مسلک تقوا غوره ده

کابل(پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۰): خلکو د افغانستان د نوې سرپرستې کابینې په اړه پر خواله رسنیو غبرګونه ښودلي؛ ځینو نیوکې کړي چې کابینه مسلکي او ټولګډونه نه ده، خو ځینو یې ملاتړ کړی، وایي تر مسلک او تخصص؛ تقوا او دیانت ډېر اړین دی.

طالبانو د زمري په ۲۴ مه کابل ونیو او اوس یې ټول هېواد په واک دی.

هغوی ویلي وو، داسې نوی ټولګډونه حکومت به جوړ کړي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني او د کور دننه او بهر به ملاتړ ولري، خو تېر ماښام یې سرپرسته کابینه اعلان کړه او ویې ویل چې دغه ګام یې د حکومتي چارو د پرمخ بېولو په موخه کړی. محمد حسن اخند د دغه سرپرست حکومت رئیس الوزرا او عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان دي.

له دغو درېیو کسانو پرته، ۳۰ تنه – چې ډېر یې دینی عالمان دي- د وزارتونو او خپلواکو ریاستونو سرپرستان او ځینې یې مرستیالان اعلان شوي او په پام کې ده چې د یو شمېر پاتې وزارتونو او مستقل ریاستونو لپاره به سرپرستان وروسته اعلان شي.

د سياسي چارو شنونکي قاضي محمد حسن حقيار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو د اوسني سرپرست حکومت جوړښت د هغوی د تېر پړاو (۱۳۷۳- ۱۳۸۰) حکومت له جوړښت سره توپير نه لري؛ هلته هم رياست الوزراء و او دوه مرستيالان يې لرل او اوس هم هماغه بڼه لري.

خلکو د یادې سرپرستې کابینې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه ښودلي:

یو شمېر خلک: کابینه مسلکي او ټولګډونه نه ده

ډاکټر احمد سرمست پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي:«د طالبانو د حکومت ټول ۱۷ غړي هغه کسان دي چې د ملګرو ملتونو سازمان په تور نوملړ کې دي او هیڅ مسلکي کس په کې نشته؛ نو څنګه ورته ويلای شو چې دغه حکومت ټولګډونه او فراګير دی.» د هغه په وینا، د طالبانو د کابينې د ټولګډونوالي په اړه چې کوم څه تر سترګو کېدای شي، هغه «ملاتوب» دی.

عصمت عاصم هم لیکي:« درې هفتې یې پر دې تېرې کړې چې داسې یو ټولشموله حکومت جوړوو چې هر قشر په کې خپل ځان وګوري، مګر دا نو څه ډول ټولشموله حکومت شو چې د جوماتونو ملایان او د مدرسو قاریان دي؟»

احمد جميل پوپلزی هم د کابینې پر جوړښت نیوکه کوي، login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.