ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی

امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی

author avatar
8 Sep 2021 - 14:21
امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی
author avatar
8 Sep 2021 - 14:21

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۰): امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په تړاو ویلي چې دغه پروسه څاري، خو امریکا د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه هم ښودلې، وایي د «لنډمهاله» کابینې په اړه د طالبانو څرګندونې درک کوي.

طالبانو د زمري په ۲۴ مه کابل ونیو او اوس یې ټول هېواد په واک دی.

هغوی ویلي وو، داسې نوی ټولګډونه حکومت به جوړ کړي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني او د کور د ننه او بهر به ملاتړ ولري، خو تېر ماښام یې سرپرسته کابینه اعلان کړه او ویې ویل چې دغه ګام یې د حکومتي چارو د پرمخ بیولو په موخه کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا او عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان دي.

له دغو درېیو کسانو پرته، ۳۰ تنه د وزارتونو او خپلواکو ریاستونو سرپرستان او ځینې یې مرستیالان اعلان شوي او په پام کې ده  چې د یو شمېر پاتې وزارتونو او مستقلو ریاستونو لپاره به سرپرستان وروسته اعلان شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یادې کابینې د غړو نوملړ یې لیدلی او په اړه یې ارزونې کوي.

سرچینې ویلي چې په خپاره شوي نوملړ کې یوازې د طالبانو غړي او یا هم د هغوی نږدې همکاران لیدل کیږي او مېرمنې په کې نشته.

سرچيني د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي:«موږ د یو شمېر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندېښنه لرو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغوی د طالبانو دا څرګندونې درک کوي چې دا یې موقته کابینه اعلان کړې او واشنګټن به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د ژمنو پر ځای د هغوی د اعمالو له مخې وکړي.

امریکا ویلي، دا یې څرګنده کړې چې افغانان د ټولګډونه حکومت د رامنځ ته کېدو مستحق دي.

سرچینه لیکي چې امریکا په خپلو روښانه توقعاتو یو ځل بیا ټینګار کوي چې طالبان دا اطمینان رامنځ ته کړي څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره نه کارول کیږي او د افغانانو د ملاتړ په موخه بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، امریکا توقع لري څو طالبان د بهرنیو اتباعو او هغو افغانانو د خوندي وتلو په اړه په خپلو ژمنو ودریږي چې د سفر قانوني اسناد لري.

د راپورونو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.