Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابینې د سړک غاړې پلورونکو د تنظیم طرحه تایید کړه

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): ارګ وایي، د کابینې په غونډه کې د سړک غاړې پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د څلوېښت سلنې فیس په تخفیف د اسلامي امارت د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ وګڼل شوه.

د اسلامي امارت د ویاند له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې یوویشتمه غونډه تېره ورځ د رییس‌الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

سرچينې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي: «په غونډه کې د لاسي پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د څلوېښت فیصده فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ وګڼل شوه.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د کابینې په غونډه کې دغه راز د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور هم تایید شو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د دغه راپور د نتیجې له مخې، له اړوندو سرپرستیو سره همغږي ترتیب او پر مخ یوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.