Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له ایرانه یوه راستون شوي افغان چې د جوزجان په شبرغان ښار کې یې د مسو ویلي کولو یوې کارخونې جوړولو له لارې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، که ملاتړ یې وشي، لسګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابرولای شي.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت لهخوا د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې د کرومایټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه.
په غزني ولایت کې د یوه پانګهوال له لوري د دوهنیم میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د اوړو د تولید یوه معیاري کارخونه پرانیستل شوه.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه چې په کلني ډول د لس زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
په میدانوردګو ولایت کې د پنځه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د انټیموني او سربو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.
جوزجان کې یوه ښځه چې د خوږو د تولید کارخونه یې جوړه کړې، وایي، د دې ترڅنګ چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي، لسو نورو بېوزلو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ومانو پروسس یوه کارخونه کشف شوې او دغه راز په خاصاروزګان ولسوالۍ کې ۹۲۰ کیلوګرامه (هریړنګ) نیول شوي دي.
سرپل کې یوه متشبثه مېرمن وحیده فیضي چې تازه یې د شیرینيپزۍ یوه کارخونه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، کولای شي ډېرو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چارچینو او چنارتو ولسوالیو کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه او یو پټنځای کشف کړي او له منځه وړي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د لس ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP