ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان دهراوود کې د نشه‌یې توکو پروسس یوه کارخونه کشف شوې

د اروزګان دهراوود کې د نشه‌یې توکو پروسس یوه کارخونه کشف شوې

author avatar
22 May 2024 - 13:44
د اروزګان دهراوود کې د نشه‌یې توکو پروسس یوه کارخونه کشف شوې
author avatar
22 May 2024 - 13:44

ترینکوټ (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ومانو پروسس یوه کارخونه کشف شوې او دغه راز په خاص‌اروزګان ولسوالۍ کې ۹۲۰ کیلوګرامه (هریړنګ) نیول شوي دي.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وايي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د دهراوود ولسوالۍ په «کټه‌سر» سیمه کې د ومانو پروسس یوه کارخونه کشف کړې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

هغه وايي، یاده کارخونه کې یې شاوخوا زر کیلوګرامه ومان کشف او سوځولي دي.

ورته مهال د دغه ولایت په خاص‌اروزګان ولسوالۍ کې د ۹۲۰ کیلوګرامه هریړنګ بوټي د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د یاد بوټي د قاچاق په تړاو یې څوک نه دي نیولي.

هریړنګ یو ډول غرنی بوټی دی چې د کرنې وزارت له لوري یې پرې کول، قاچاق او خرڅلاو منع اعلان شوی دی.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.