Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د څه باندې سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو او کانالونو جوړېدو چارې پيل شوې.
نورستان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د خوراکي توکو بدل کې د کار زمینه برابره شوه.
د میدانوردګو په مرکز او جلریز ولسوالۍ کې نن د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا له ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري د زراعتي کانالونو پاکولو په برخه کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۹ پروژو چارې پیل شوې.
په میدان وردګو ولایت کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د کانالونو پاکولو چارې پيل شوې.
د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٥٠ ميليون افغانيو په لګښت د درېيو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.
د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت په کوټ او مومندره ولسواليو کې د یوه سربند او دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې رياست له لوري د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د اوبو دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې يې د ۱۳۲ میلیونه افغانيو په لګښت د شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره کانالونو د پاکونې او ترمیم چارې پيل کړې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ UNFAO په مالي او د افغانستان بیا ودانولو موسسې/ANCC په تخنیکي ملاتړ، ۱۶۰۰ کسان د ویالو او کانالونو پاکولو په برخه کې پر کار ګومارل شوي دي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP