Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې هېواد به یې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د راپورونو له مخې، د کاناډا په ونکوور ښار کې له دې امله یو شمېر کسان وژل شوي او ”ګڼ شمېر” ټپیان شوي چې یوه موټرچلوونکي ناڅاپه موټر د پليو خلکو پر لور ځغلولی او پر ګڼهګوڼه ورغلی دی.
د کاناډا لیبرال ګوند د رایو په غوڅ اکثریت مارک کارني د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د راپورونو له مخې، د کاناډا د ټورنټو هوايي ډګر کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال لوېدلې چې له امله یې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر پر کاناډا او مکسیکو نوې لګولې تعرفې د ۳۰ ورځو لپاره ځنډولې، خو پر چین لګول شوې تعرفې بيا پر خپل ځای دي.
د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې د امریکا له لوري د سوداګریزو تعرفو وضع کېدو په صورت کې به دغه هېواد بېړنی او قاطعانه غبرګون وښيي.
د کاناډا لېبرال ګوند مشرانو ویلي چې د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټاکنې به د روان زېږديز کال د مارچ میاشتې په نهمه ترسره شي.
وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر وویل، د دغه هېواد خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا یوپنځوسام ایالت وي
د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وروسته له نهو کلونو د دغه هېواد د حاکم لیبرال ګوند له رهبرۍ استعفا کوي.
د کاناډا حکومت د ځینو امنیتي دلایلو له مله له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي خو اسلامي امارت وایي، افغانستان اوس امن دی او په دې اړه اندېښنې بېځایه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، کاناډا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالر (۲،۲ میلیونه امریکايي) مرسته اعلان کړه.
په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېبپاڼې په داسې حال کې بندې شوې دي چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونو ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP