Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) وايي، افغانستان کې یې څه باندې سل زره کروندګرو ته د
هرات کې یو شمېر ځمکوال او کروندګر چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه ګټه اخلي وایي، دغه سیسټم نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، بلکې د لا ډېرو ځمکو کرلو او د حاصلاتو ډېرېدو زمینه هم برابروي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله کروندګر له رواني فشار او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځیني یې د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي او له حکومت او نړۍوالو د مرستو غوښتنه کوي.
اروزګان کې یو شمېر کروندګر وایي، په هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته یې د انجې کرلو ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې محصولاتو ته یې بازار پیدا کړي.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ يې د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کې څه باندې ۶ زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د نړۍوال بانک او د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته ۱۸ ولسوالیو کې څه باندي ۵۵ زره کروندګرو ته د مسلکي کرنې برخه کې روزنه ورکول کېږي .
دایکنډي کې ځیني کروندګر وايي چې تازه یې په دغه ولایت کې د پستې نیالګیو اېښودل دود شوي او د پستې ونې د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو له اقلیم سره ښه سازګاري لري.
په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او په غزني کې له دوه زره یتیمانو او بېوزولو زدهکوونکو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی هلمند ته تللی څو هلته له کروندګرو څخه اضافه شوي غنم وپېرې.
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت له ۵۴۰۰ کروندګرو سره د سرې مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، روان کال په دغه ولايت کې د حاصلاتو د ښهوالي په موخه ۵۰ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP